ads

کابل ښار، ګڼ نفوس او ټرانسپورتي ستونزې

کابل تر پخوا ډېر پراخ شوی او نفوس یې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو په تېرو ۱۵کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې له نورو ډېرو پرمختګونو سره سره د ټرانسپورټ په برخه کې لاهم ستونزې پر خپل ځای پاتې دي. خلک سهار او ماښام د موټر د موندلو له پاره […]

نویسنده: TKG
29 وری 1395
کابل ښار، ګڼ نفوس او ټرانسپورتي ستونزې

کابل تر پخوا ډېر پراخ شوی او نفوس یې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو په تېرو ۱۵کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې له نورو ډېرو پرمختګونو سره سره د ټرانسپورټ په برخه کې لاهم ستونزې پر خپل ځای پاتې دي. خلک سهار او ماښام د موټر د موندلو له پاره په چوکونو او سړکونو کې سرګردانه وي، څو ځانونه مقصد ته ورسوي. په دې منځ کې که څوک وغواړي چې په ملي بس کې ولاړ شي، اول خو ملي بس موندلی نه شي، که ملي بس ومومي بیا د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ورختلای نه شي او که بیا دا شهامت وکړي او ور پورته شي؛ نو بيا په خپل وخت مقصد ته نه رسېږي.

کابل تر پخوا ډېر پراخ شوی او نفوس یې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو په تېرو ۱۵کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې له نورو ډېرو پرمختګونو سره سره د ټرانسپورټ په برخه کې لاهم ستونزې پر خپل ځای پاتې دي. خلک سهار او ماښام د موټر د موندلو له پاره په چوکونو او سړکونو کې سرګردانه وي، څو ځانونه مقصد ته ورسوي. په دې منځ کې که څوک وغواړي چې په ملي بس کې ولاړ شي، اول خو ملي بس موندلی نه شي، که ملي بس ومومي بیا د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ورختلای نه شي او که بیا دا شهامت وکړي او ور پورته شي؛ نو بيا په خپل وخت مقصد ته نه رسېږي.
یو وخت چې د کابل نفوس لږ و، برقي ملي بسونه په ښار کې ګرځېدل، خو د نفوس له ډېروالي سره جوخت چې د جګړو د ناتار له کبله برقي ملي بسونه له منځه ولاړل، ځای یې د هند، پاکستان او ایران ډالیو ونیو، مګر ستونزې پرې حل نه شوې او لا هم کابلیان د ملي بسونو له کمښت سره مخامخ دي.
تخمیني احصائیې ښيي چې په کابل ښار کې تر پنځو ملیونو ډېر وګړي ژوند کوي، خو ملي بسونه خال خال هم نه  تر سترګو کېږي.
خلک له دولت صله رحمي غواړي
د ملي بس د تصدۍ ریاست د څرګندونو له مخې کابل لږ تر لږه ۲۵۰۰ ملي بسونو ته اړتیا لري، څو خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي او د کابل د ټرانسپورټ په برخه کې اوسنۍ ستونزې اوارې شي.
کابل ښاریان وايي، د ملي بسونو کمښت په ډېری سیمو کې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي. د ښار ځينې اوسېدونکي وايي، د ملي بسونو نشت د دې سبب شوی چې په ټکسي او ټونس موټرو کې خلک ډېر تګ راتګ وکړي او ډېره کرایه پرې کړي.
د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اوسېدونکی ګل اغا چې ۵۵ کاله عمر لري، وايي: “دلته بیخي ملي بس موټر
نشته، دا څو کاله کېږي چې په ټکسي او یا ټونس موټر کې ښار ته ځم، ټونس ۲۰ افغانۍ او سراچه ۳۰ او ان کله کله تر ۴۰ افغانیو پورې کرایه اخلي. کله چې په ښار کې درباندې ماښام شي، بیا دې په ۵۰ افغانیو هم څوک سیمې ته نه وړي.”
د احمدشاه بابامینې اوسېدونکی ضیاالحق هم ورته شکایت لري، نوموړی وايي: “له یوې خوا بسونه نشته چې په لږه کرايه تر کوره ورسېږو او له بلې خوا د ټکسي موټرو چلوونکي هم عدالت نه لري، کله چې پوه شي خلک په سرکونو ډېر ولاړ دي او بسونه نشته؛ نو دوی خپلې کرايې دوه چنده کړي او يا هم يوازې دربس ځي او په کرايه څوک نه وړي.”
یوازې د کابل ښار په ختیځ کې دا وضعیت نه دی، بلکې په لویدیځو سیمو کې هم خلک د بسونو له کمښت څخه سر ټکوي. د کمپنۍ اوسېدونکی نجیب الله پوپل چې په یوه دفتر کې اشپزي کوي، وايي: “کله کله مې له ژونده زړه تور شي، کومه ورځ چې له دفتره لږ ناوخته شم، له پامير سينما سره هېڅ د کوټه سنګي موټر نه پيداکېږي. خلک هلته په ساعتونو ساعتونو ولاړ وي، راباندې توره شپه شي. کور کې هم ماشومان په اندېښنه کې وي.” پوپل زياتوي چې دا ستونزو نننۍ نه ده او که نوره هم اوږده شي دولت يې په کيسه کې نه دی.
د کوټه سنګي اوسېدونکی رجب علي وايي چې دولت بايد هر مسير ته ملي بسونه ورکړي: “د ښاري ټرانسپورټ له پلوه خلک له ستونزو سره مخ دي، په دې برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو، په ټول کوټه سنګي کې څلور ملي بسونه دي، موږ نه پوهېږو چې دولت دا دومره ملي بسونه ولې درولي دي.”
د کارته سخي سیمې اوسېدونکی عبدالستار هم ورته شکايت لري، نوموړی وايي : “د ملي بس له نشتوالي خلک ځورېږي، يوه ټکسي لس افغانۍ، يوه شل او يوه بيا تر دې هم ډېرې اخلي، تېره شپه له ښاره راتلم د کارته سخي هېڅ موټر نه پيداکېده، تر کوره په پښو راغلم.”
د کابل د نوي ښار، ټایمني، وزیر اکبرخان، مکروریانو، هوايي ډګر، قلعه زمانخان، کارته نو، همدارنګه په دويمه، څلورمه، نهمه، لسمه او شپاړسمه ناحیه کې هم د ملي بسونو نشتوالي خلک پوزې ته راوستي دي. د کابل د قوای مرکز اوسېدونکی احمد ولي وايي حکومت په کابل ښار کې د ملي بسونو د فعالولو له پاره هېڅ پاملرنه نه ده کړې، هغه زياتوي: “زه هره ورځ له قواى مرکز څخه نوي ښار ته د خپلې دندې ځاى ته ځم، په دغه لاره کې ښاري بسونه نشته، مجبور يم چې يا په ټکسي او يا په ټونس کې لاړ شم چې له اقتصادي اړخه راته ګران پرېوځي.”  حاجي سرورخان د پلچرخي پر سړک حربي پوهنتون ته نږدې په فامیلیو کې اوسېږي، دی وايي له تېرو څو کلونو راهیسې نه ښار ته په ملي بس کې راغلی او نه له ښاره کور ته په ملي بس کې تللی: “ملي بسونه، برقي ملي بسونه دا هرڅه یو خوب و، تاسې باور وکړﺉ نور مې د ملي بس څېره بیخي له یاده وتلې ده، په ښار کې بيخي نشته دي، همدغو ټونسونو او کرولاګانو مو پرده کړې ده، د نجیب په وخت کې به که ملي بس درته نه پیدا کېده؛ نو میني بوس ته به وختې، خو اوس میني بوسونه هم نشته.”
د خيرخانې اوسېدونکی ٢١ کلن شیراغا هره ورځ له يادې سيمې تر شهر نو  پورې تګ راتګ کوي. نوموړی په شهر نو کې په یوه دوکان کې شاګرد دی. شیراغا وايي چې د کورنۍ سرپرستي ور غاړې ده او اړ دی چې خپلې ۵ کسيزې کورنۍ ته ډوډۍ پيداکړي: “زه د میاشتې ۵ زره افغانۍ پيداکوم، که هره ورځ ټکسي ته کرايه ورکړم، نو د کورنۍ د لګښت له پاره به مې څه پاتې شي، په اوسنيو بيو کې ۵ زره افغانۍ هېڅ نه دي.”
راپورونه ښيي، کابل د نړۍ په کچه لومړنی پایتخت دی چې اوسېدونکي يې له نورو ډېرو ستونزو سره سره له ټرانسپورټي اسانتیاوو هم بې برخې دي. د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نه یوازې خلک ښاري بسونو ته پوره لاسرسی لري، بلکې له ډول ډول نورو نقلیه وسایطو لکه میترو، برقي بسونو او حتا نورو ګړنديو رېل ګاډو څخه استفاده کوي، خو دلته هېڅ نشته.
ویل کېږي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته هند، پاکستان، ایټالیا، جاپان او ایران شاوخوا ۳۰۰۰ عرادې بسونه افغانستان ته ورکړل، خو اوس داسې ښکاری چې ډېری دغه بسونه له فعالیته لوېدلي دي.
چارواکي څه وايي؟
د ملي بس تصدۍ د مشر احمد نذیر رضایي خبره ده چې دم ګړۍ په ټول کابل ښار کې ۱۱۰ بسونه د دولت په کچه فعالیت کوي. ښاغلي رضايي په دې اړه زياته کړې: “هڅه کوو چې هند له خپلې ژمنې سره سم عمل وکړي، اوس زموږ ډېری ټرانسپورټي ستونزې د خصوصي سکتور له خوا حل کېږي، کابل ښار سره له دې چې کاسټر، کرولاوې او نور شخصي موټر په کې چلېږي، تر ۲زره ډېرو موټرو ته اړتيا لري.”
رضايي همدارنګه ویلي چې اوس مهال د ملي بس وسايط (د خيرخانې دويمه حصه، کارته نو ، نساجي، هوايي ډګر، ميرويس ميدان، کابل- ميدان، کابل- پکتيا، کابل- پروان، کابل- پنجشير، سرتپه رحمان مينه) لارو  کې فعاليت لري. د ملي بس تصدۍ مشر همدارنګه څرګنده کړې چې جمهور رئیس له دې رياست سره د يو مليون ډالرو مرستې ژمنه کړې او هيله يې وښوده چې د دې مرستې په تر لاسه کولو سره به دوى وکولاى شي چې ٤١٣ کاسټر، سيزو جاپاني بسونه او نور پرې وپېري. ښاغلي رضايي همدارنګه ویلي چې د هند صدراعظم ژمنه کړې چې په راتلونکې کال کې به افغانستان ته ۱۰۰۰ بسونه ورکړي. د هغه په خبره د دغو بسونو په رسېدو سره به د موټرو د کمښت له پلوه د کابل ښاریانو ستونزې حل شي.
بل خوا  د ټرانسپورټ وزارت مشرتابه د تېرکال د میزان په وروستیو کې ژمنه وکړه چې زاړه ملي بسونه به ترمیم او په دې توګه به د کابل ښاریانو د ټرانسپورټ ستونزه حل کړي. د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش هغه مهال ویلي وو چې په هېواد کې ۸۰۰ عرادې ملي بسونه شته چې په خبره یې له دې جملې ۶۵۰ یې غیر فعال دي. بتاش دغه خبرې د ټرانسپورټ او ټرانزیت د ملي ورځې د نمانځغوڼدې پر مهال کړې وې او ویلي یې وو چې د ملي بسونو د ترمیم له پاره د پیسو په لټه کې دی. خو له هغې مودې دا دی څو میاشتې تېرېږي، مګر د ملي بسونو ستونزه پر ځای پاتې ده.
د ۱۳۹۰ لمریز کال د لړم په میاشت کې د تصدۍ ریاست پخواني رئیس غوث الدین وفا، کلید ته ویلي وو چې له ۱۳۸۴ تر ۱۳۸۶ لمریز کاله پورې له ۴۰۰ تر ۵۵۰ ملي بسونو به هره ورځ خلکو ته خدمتونه وړاندې کول، خو تر هغه را وروسته دا کچه ۶۰-۷۰ ته راښکته شوه.
راپورونه ښيي چې له ۱۳۸۱ لمریز کال را هیسې د ملي بس ریاست د بیارغونې او پراختیا په خاطر نړیوالو  په تېره بیا د افغانستان ځینو ګاونډیو هېوادو د شاوخوا ۱۰۰۰ ملي بسونو مرسته کړې ده. ويل کېږي چې هر لوی ټاټا (TATA) موټر د هند له لوري افغانستان ته له ۳۴  تر ۳۷ زرو ډالرو پورې حساب شوی دی، د ټاټا وړوکی موټر بيا ۱۷ زره او ۴۰۰ ډالره حساب شوی او هر جاپانۍ بس له ۱۰۵  تر ۱۱۰ زره ډالرو حساب شوی او هر ايرانی بس بيا د ۹۵ زره ډالرو په بيه حساب شوی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA