د لغمان د ولايتي ادارې لخوا د دغه ولايت پر ۲۲۰ ښوونكو د هستوګنې د نومرو وېش پيل شو.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، دغه نومرې پرون د جمهور رئيس غني د سلاکار قمرالدین شینواري او د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په ګډون د ګمبیري په دښته کې د قرغیو ولسوالۍ ۲۲۰ ښوونکو ته وويشل شوې.
په خبر پاڼه کې د والي نعیمي له قوله ویل شوي، ښوونیزه پراختیا او د ښوونکو ستونزو ته لاسرسی او حل يې د کاري، لومړیتوبونو په سر کې ځای لري. د لغمان د ولايتي ادارې لخوا د دغه ولايت پر ۲۲۰ ښوونكو د هستوګنې د نومرو وېش پيل شو.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، دغه نومرې پرون د جمهور رئيس غني د سلاکار قمرالدین شینواري او د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په ګډون د ګمبیري په دښته کې د قرغیو ولسوالۍ ۲۲۰ ښوونکو ته وويشل شوې.
په خبر پاڼه کې د والي نعیمي له قوله ویل شوي، ښوونیزه پراختیا او د ښوونکو ستونزو ته لاسرسی او حل يې د کاري، لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.
سرچينه زياتوي، والي ټولو امنیتي او قضایي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دغه ولایت کې دې له ټولو غاصبینو سره قانوني چلند ترسره کړي.
په لغمان ولایت کې پر ښوونکو د هستوګنې نومرې په داسې حال کې ویشل کیږي، چې لا هم د دغه ولایت یو شمیر ښوونکې د ورکړو نومرو د ویش په مسئله کې حکومت پر ناغیړۍ تورنوي.


