ads

كندوز كې تازه نښتې، ۲۸ وسله وال مړه، ۷ ټپيان

د  كندوز ولايتي چارواكي وايي، په چهاردرې او قلعه ذال ولسواليو كې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د كندوز امنيه قومندان پاسوال محمد قسيم جنګل باغ كليد ته وويل، بيګا شپه وسله والو د چهاردرې په دوبندي، قلعه ذال ولسوالۍ او د ښار اړوند چرخاب سيمه كې پر امنيتي پوستو […]

نویسنده: TKG
29 وری 1395
كندوز كې تازه نښتې، ۲۸ وسله وال مړه، ۷ ټپيان

د  كندوز ولايتي چارواكي وايي، په چهاردرې او قلعه ذال ولسواليو كې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د كندوز امنيه قومندان پاسوال محمد قسيم جنګل باغ كليد ته وويل، بيګا شپه وسله والو د چهاردرې په دوبندي، قلعه ذال ولسوالۍ او د ښار اړوند چرخاب سيمه كې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه كړي چې د امنيتي ځواكونو له كلك غبرګون سره مخ شول.
امنیه قومندان زیاته كړه، په یادو نښتو کې ۲۷ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۲۰ تنه یې وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان دي د  كندوز ولايتي چارواكي وايي، په چهاردرې او قلعه ذال ولسواليو كې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د كندوز امنيه قومندان پاسوال محمد قسيم جنګل باغ كليد ته وويل، بيګا شپه وسله والو د چهاردرې په دوبندي، قلعه ذال ولسوالۍ او د ښار اړوند چرخاب سيمه كې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه كړي چې د امنيتي ځواكونو له كلك غبرګون سره مخ شول.
امنیه قومندان زیاته كړه، په یادو نښتو کې ۲۷ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۲۰ تنه یې وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان دي: (( په وژل شویو کسانو کې د وسله والو مخالفینو یو شمیر مهم قومندانان  هم شامل دي،بله دا چې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډیرې سیمی یې له وسله والو مخالفینو څخه نیولې دي.))
بلخوا د کندز ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي، د کندوز ولایت امنیتي حالت د تېر په پرتله ښه شوى او کندوزیان بېرته خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز ښار په دریو بیلابیلو سیمو ډله ییز بریدونه پیل کړل چې د دوه ورځو په تېرېدو سره اوس هم د کندوز ښار په اړونده سیمو کې وسله وال طالبان فعاليتونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA