په سعودي عربستان کې د اور لګېدنې له كبله دولس تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، اور لګېدنه پرون ناوخته د سعودي عربستان پتروشيمي شرکت الجبيل کې رامنځته شوې ده.
روغتيايي چارواکو ويلي، چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د سعودي عربستان چارواكي وايي، چې اور يې تر څو ساعتونو وروسته کابو كړ، خو تراوسه يې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي. په سعودي عربستان کې د اور لګېدنې له كبله دولس تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، اور لګېدنه پرون ناوخته د سعودي عربستان پتروشيمي شرکت الجبيل کې رامنځته شوې ده.
روغتيايي چارواکو ويلي، چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د سعودي عربستان چارواكي وايي، چې اور يې تر څو ساعتونو وروسته کابو كړ، خو تراوسه يې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.
تېره مياشت د سعودي عربستان د “کيان” په نوم دولتي پټروليم شرکت کې هم اور لګېدنې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.
دغه راز له تېرو څو کلونو راهيسې د سعودي عربستان دولتي پتروشيمي شرکتونو کې د اور لګېدنې له كبله ګڼو کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.


