وروسته له هغه چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن د پاکستان پوځ له مشر راحیل شریف سره وکتل او د افغان سولې پر نقشې یې سره خبرې وکړې، د دولت وسله والو مخالفانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، حال دا چې عادي افغانان په دې تمه وو چې ښايي څلوراړخیزه ناسته يوې ښې پايلې ته ورسېږي.
د اولسن او شریف ترمنځ خبرې پر دې بنسټ ولاړې وې چې د لارې د نقشې په اساس د افغان دولت له مخالفانو سره که چېرته حاضر نه شي څه وکړي.
د دې ناستې خبر په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال ورکړی. وروسته له هغه چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن د پاکستان پوځ له مشر راحیل شریف سره وکتل او د افغان سولې پر نقشې یې سره خبرې وکړې، د دولت وسله والو مخالفانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، حال دا چې عادي افغانان په دې تمه وو چې ښايي څلوراړخیزه ناسته يوې ښې پايلې ته ورسېږي.
د اولسن او شریف ترمنځ خبرې پر دې بنسټ ولاړې وې چې د لارې د نقشې په اساس د افغان دولت له مخالفانو سره که چېرته حاضر نه شي څه وکړي.
د دې ناستې خبر په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال ورکړی. نوموړی په داسې حال کې په دې باور دی چې پاکستان پر افغان طالبانو هم نفوذ لري او هم ارتباط، خو له رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي چې پاکستان ډېره هڅه وکړه چې طالبان د سولې خبرو ته راولي خو هغوی ونه منل. دلته دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې افغان دولت د دې ټکي په اساس چې پاکستان له طالبانو سره هم ارتباط لري او هم په کې نفوذ لري، ولې په وړاندې په نړیواله کچه دريځ نه غوره کوي.
د دولت وسله والو مخالفانو له خپل پسرلني عملیات نه یوه ورځ مخکې خپل بريدونه په ننګرهار کې د ملکي وګړو په وژلو سره پیل کړل. د افغانانو اندېښنه دا ده چې که د طالبانو غیر عملیاتي بریدونه داسې ترخه او شدید وي د پسرلني عملیاتو پای به يې د عامه خلکو لپاره څومره زیان اړوونکی وي.
ولس پوښتي چې که د دوی هدف د ملکي وګړو له منځه وړل وي، بیا دې په ښکاره شعار ورکړي چې ټول ولس يې مخې ته ودرېږي او ځان پرې ووژني. د خلکو په نظر دا کوم ضمير منلی شي چې یو څوک دې د سپېڅلتیا دعوا وکړي او بیا دې عام خلک ووژني، ماشومان دې يتيمان کړي، او ميندې بورې کړي.
د اولسن او شریف څرګندونې د افغان ولس لپاره ډېرې امید بښونکې نه دي، ځکه د دوی ناسته د جګړې د بیا پیلېدو خبر له ځان سره درلود. دا دواړه چارواکي سره په دې غږېدلي چې د څلور اړخیزې غونډې د لارې نقشې په اساس د دولت له مخالفانو سره مبارزه وشي.
د خلکو غوښتنه دا ده چې د تېرو څوارلسو کلونو د تجربو له مخې دا ثابته شوه چې دا جګړه ورځ تر بلې لکۍ پیدا کوي چې ډېری قربانیان عام افغانان وي. دې کلونو کې د سولې هڅو هیڅ ځای نه دی نیولی او نه د جګړو معادلې کوم د حل لار ښودلې. له دې کبله په کار ده چې د افغانستان نړیوال ملاتړي که چېرته غواړي سوله راشي، په هغو لارو دې فکر وکړي چې سوله پرې راتلای شي.


