ads

خيبر ايجنسۍ كې د ولسي پاڅونوالو پر قومندان ځانمرګى بريد شوى

د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې ځانمرګي بريد يو کس وژلى او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې دغه ځانمرګى بريد د خيبر اېجنسۍ لنډي کوتل سيمه کې د ذخه خېل قبيلې د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان بلال شوى، چې نوموړى ترې روغ وتلى، […]

نویسنده: TKG
29 وری 1395
خيبر ايجنسۍ كې د ولسي پاڅونوالو پر قومندان ځانمرګى بريد شوى

د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې ځانمرګي بريد يو کس وژلى او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې دغه ځانمرګى بريد د خيبر اېجنسۍ لنډي کوتل سيمه کې د ذخه خېل قبيلې د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان بلال شوى، چې نوموړى ترې روغ وتلى، خو يو ساتونکي يې وژل شوى دى.
ځايي ملېشه ځواکونو ويلي، بريد نن سهار د بلال په حجره کې شوى، چې له كبله يې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي. د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې ځانمرګي بريد يو کس وژلى او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې دغه ځانمرګى بريد د خيبر اېجنسۍ لنډي کوتل سيمه کې د ذخه خېل قبيلې د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان بلال شوى، چې نوموړى ترې روغ وتلى، خو يو ساتونکي يې وژل شوى دى.
ځايي ملېشه ځواکونو ويلي، بريد نن سهار د بلال په حجره کې شوى، چې له كبله يې يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.
تراوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ذخه خېل قبيلې د ولسي پاڅون کوونکو مشر بلال له تېرو څو کلونو راهيسې د لشکر اسلام منګل باغ ډلې په وړاندې وسله واله مبارزه پيل کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA