د خوست د والي په مشرۍ نظامي او امنيتي اوونيزې ناستې ته پوځي منسوبينو ويلي، په تېره اوونۍ كې افغان ځواكونو د ځايي خلكو په همكارۍ اتلس وسله وال مخالفين او سړي تښتوونكي نيولي دي.
دوى د خوست د قومونو ستاينه كړې او زياته كړې يې ده چې په سرحدي ولسوالیو کې د ترورېستي بریدونو پرمهال ډېری وخت ځايي خوستيانو د امنيتي ځواكونو ملاتړ د جګړې په لومړۍ كرښه كې كړى دى. د خوست د والي په مشرۍ نظامي او امنيتي اوونيزې ناستې ته پوځي منسوبينو ويلي، په تېره اوونۍ كې افغان ځواكونو د ځايي خلكو په همكارۍ اتلس وسله وال مخالفين او سړي تښتوونكي نيولي دي.
دوى د خوست د قومونو ستاينه كړې او زياته كړې يې ده چې په سرحدي ولسوالیو کې د ترورېستي بریدونو پرمهال ډېری وخت ځايي خوستيانو د امنيتي ځواكونو ملاتړ د جګړې په لومړۍ كرښه كې كړى دى.
د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه نظامي اوونیزه ناسته كې پر والي سربېره مل پاسوال فیض الله غیرت، د افغان ملي پوځ د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد ناصرهدایت، د ګډې همغږۍ د نظامي مرکزمرستیال برید جنرال غازي میرځدراڼ ، د ملي امنیت رئیس ډګروال برکت الله څمکني ، د سرحدي ځواکونو استازي سمونمل سردارعلي او یو شمېر نورو پوځي افسرانو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان ځواكونو د خوست د خلكو په همكارۍ ۱۸ وسله وال مخالفین او اختطاف ګر چې ځينې یې د مخالفینو په لیکو کې لوړپوړي کسان بلل کېدل د ملي امنیت او ملي پولیسود ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي .
سرچينه همدا راز زياتوي چې افغان ځواكونو په تېره اوونۍ کې لسګونه ماینونه هم کشف او ناکاره کړي.


