د امريکا متحده ايالتونو اته يمني بنديان له ګوانتانامو زندان څخه سعودي عربستان ته انتقال کړل.
رپوټونه وايي، له القاعده سره په تړاو تورن بنديان له تېرې يوې لسيزې راهيسې په ګوانتانامو زندان کې پرته له محاکمې اچول شوي وو، چې پرون سعودي عربستان ته انتقال شول.
په دې سره په ګوانتانامو زندان کې د بندي کسانو شمېر ۸۰ تنو ته راښکته شو. د امريکا متحده ايالتونو اته يمني بنديان له ګوانتانامو زندان څخه سعودي عربستان ته انتقال کړل.
رپوټونه وايي، له القاعده سره په تړاو تورن بنديان له تېرې يوې لسيزې راهيسې په ګوانتانامو زندان کې پرته له محاکمې اچول شوي وو، چې پرون سعودي عربستان ته انتقال شول.
په دې سره په ګوانتانامو زندان کې د بندي کسانو شمېر ۸۰ تنو ته راښکته شو.
ياد کسان په افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې له ۲۰۰۱ کال راهيسې له القاعده سره د تړاو په تور نيول شوي دي.
د امريكا جمهور رئيس باراک اوباما د واک په لومړيو کلونو کې ژمنه کړې وه، چې ګوانتانامو زندان به تړي، خو لا هم په دغه زندان کې لسګونه بنديان پرته له محاکمې د بند شپې ورځې تېروي.


