د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر هوډ څرګند کړ، چې داعش وسله واله ډله به له منځه وړي.
نوموړي پرون په متحده عربي اماراتو کې د خبرو په مهال داعش وسله واله ډله د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه ډله ياده کړه او په وړاندې يې د مبارزې پر چټکېدو ټينګار وکړ.
د امريکا د دفاع وزير خليجي هېوادونو ته په سفر وتلى، ترڅو د دې هېوادونو له مشرانو سره په عراق او سوريه کې د داعش په ضد ګډ ايتلاف د پياوړتيا په هدف خبرې وکړي. د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر هوډ څرګند کړ، چې داعش وسله واله ډله به له منځه وړي.
نوموړي پرون په متحده عربي اماراتو کې د خبرو په مهال داعش وسله واله ډله د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه ډله ياده کړه او په وړاندې يې د مبارزې پر چټکېدو ټينګار وکړ.
د امريکا د دفاع وزير خليجي هېوادونو ته په سفر وتلى، ترڅو د دې هېوادونو له مشرانو سره په عراق او سوريه کې د داعش په ضد ګډ ايتلاف د پياوړتيا په هدف خبرې وکړي.
دا مهال داعش وسله واله ډله په عراق او سوريه کې ډېرې سيمې پخپله ولکه کې لري.


