د ننګرهار ولایت د مستوفیت عواید سږ کال۱۵ اعشاریه۵ فيصده لوړ شوي او مسوولين يې وايي، چې په دې سره يې د هیواد د نورو ولایتونو په پرتله لومړی مقام خپل کړی دى.
د ننګرهار مستوفي محمد علم اسحاقزي په هغه غونډه كې چې د هیواد په کچه د دغې ادارې د عوایدو په راټولو کې د لومړي مقام په اړه جوړه شوې وه، وويل چې ۱۳۹۳ مالي کال ته په کتو په ۱۳۹۴ كال كې د ننګرهار مستوفيت عوايد پنځلس اعشاریه فيصده زیات شوي دي. د ننګرهار ولایت د مستوفیت عواید سږ کال۱۵ اعشاریه۵ فيصده لوړ شوي او مسوولين يې وايي، چې په دې سره يې د هیواد د نورو ولایتونو په پرتله لومړی مقام خپل کړی دى.
د ننګرهار مستوفي محمد علم اسحاقزي په هغه غونډه كې چې د هیواد په کچه د دغې ادارې د عوایدو په راټولو کې د لومړي مقام په اړه جوړه شوې وه، وويل چې ۱۳۹۳ مالي کال ته په کتو په ۱۳۹۴ كال كې د ننګرهار مستوفيت عوايد پنځلس اعشاریه فيصده زیات شوي دي.
مستوفي وايي، د عوایدو د زیاتېدو عوامل، د یو شمیر نوو سیستمونو نصبولو ترڅنګ د مستوفيت د ادارې لخوا له فساد سره کلکه مبارزه وه.
نوموړي په ورته وخت کې یادونه وکړه، چې مستوفیت پورې د اړوندو یو شمیر نورو ادارو په هلو ځلو د ننګرهار ګمرک او مستوفیت ادارو د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې شپاړس اعشاریه پنځه سلنه عواید را ټول کړي دي.
د ننګرهار مستوفیت اداره په داسې حال کې د عوایدو د زیاتېدو خبره کوي، چې اوس هم یو شمیر شنونکي ګمرک او مستوفیت ادارې، د فساد لويې سرچينې بولي.


