((پخوا د قره باغ ولسوالۍ د بازار په ۵۰ مترۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفانو سپین بیرغونه تر سترګو کېدل، خو اوس په کې د حکومت درې رنګه بیرغ رپېږي.)) قره باغ د غزني ولایت جنوب ته په ۴۵ کیلو مترۍ كې پرتې ولسوالي ده. دا ولسوالي په تېرو څلو کلونو کې د جګړې ډګر و. د کلید خبریال عارف نوري چې دغې ولسوالۍ ته سفر درلود لاندې راپور رااستولی دی:
په قره باغ کې د غزني ولایت د نورو ولسوالیو برخلاف ولسي وګړي د سیمه ييزو پولیسو له چال چلند څخه خوښ دي او وايي چې د سیمه ییزو پولیسو د فعالیت له پراختیا سره امنیت ښه شوی دی. ((پخوا د قره باغ ولسوالۍ د بازار په ۵۰ مترۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفانو سپین بیرغونه تر سترګو کېدل، خو اوس په کې د حکومت درې رنګه بیرغ رپېږي.)) قره باغ د غزني ولایت جنوب ته په ۴۵ کیلو مترۍ كې پرتې ولسوالي ده. دا ولسوالي په تېرو څلو کلونو کې د جګړې ډګر و. د کلید خبریال عارف نوري چې دغې ولسوالۍ ته سفر درلود لاندې راپور رااستولی دی:
په قره باغ کې د غزني ولایت د نورو ولسوالیو برخلاف ولسي وګړي د سیمه ييزو پولیسو له چال چلند څخه خوښ دي او وايي چې د سیمه ییزو پولیسو د فعالیت له پراختیا سره امنیت ښه شوی دی.
د قره باغ یو شمېر اوسېدونکي او قومي مخور وايي چې مخکې د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت خراب وو او د حکومت وسله والو مخالفانو به په رڼا ورځ د ولسوالۍ د بازار په منځ کې په عسکرو حملې کولې، خو اوس د وسله والو مخالفانو حضور ډېر کمرنګه دی.
د غزني قومي مخور وايي، قره باغ ۳۶۵ کلي لري چې له دې جملې په ۱۸۰ کلیو کې یې مخالفان بیخي حضور نه لري. د قره باغ ولسوالۍ د سفرخیل کلي یو اوسېدونکی وايي:(( که په قره باغ كې د محلي پولیسو فعالیت،ګشت او د شپې پیرې او ګزمې نه وې؛ نو ولسوالي به د میاشتې شپږ ځلې د حکومت او مخالفانو ترمنځ لاس په لاس شوې وای.))
د یادې ولسوالۍ د خونیان کلي اوسېدونکی او یو قومي مشر هم همدا خبره کوي، نوموړی وايي:(( مخكې به وسله والو د بازار په منځ كې عسکر ویشتل، خو اوس د محلي پولیسو په همت د ولسوالۍ له مرکز شاوخوا تر ۱۳کیلو متره پورې یو عسکر تنها ځي او راځي او هېڅ ستونزه نشته.))
د قره باغ ولسوالۍ قومي مخور او ځینې اوسېدونکي وايي چې د حکومت وسله والو مخالفانو به له خلکو سره زورزیاتی کاوه او په بېلابېلو پلمو به یې باج اخست: (( په زور به یې د غنمو، ممیزو،کچالو او نورو عشر ټولاوه، چا به خبره نشوای کولای.))
د قره باغ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مشران وايي، په دغه ولسوالۍ كې اوسنی امنیت په اسانۍ نه دی ترلاسه شوی، بلكې دا د ملي ځواکونو تر څنګ د سیمه ييزو پولیسو په لیکو كې د لسګونه ځوانانو د قربانیو پایله ده.
د قره باغ په ګرګاو کلي كې د سیمه ييزو پولیسو مشر عصمت الله د هغو ورځو- شپو کیسه کوي چې سلګونه وسله والو یې پر پوستې برید کړی وو او دوی یې د مرستندونه ځواکونو له رسېدو وړاندې مقابله کړې وه. قومندان عصمت الله وايي:(( تېر کال د روژې په ۲۷مه شپه د ګرګاو له شاوخوا مروت کلا، روښان او حسن کلا څخه تر څلور سوو ډېرو مخالفانو زموږ پر پوستې برید وکړ، حتا د پوستې شاوخوا ته رانږدې شول او دوو لوریو ته یې دیوالونه په ماینونو والوځول، څلور شپې او ورځې مو ورسره په همدې دوه میله پیکا او 10 میله کلاشینکوفونو مبارزه وکړه،له ولسوالۍ څخه هېڅ مرسته راته ونه رسېده، بالاخره هغوی شاتګ ته اړ شول.))
د کافي پوځي تجهیزاتو او درندو وسلو نشتوالی په قره باغ كې د سیمه ييزو پولیسو اساسي ستونزه ده، دوی وایي، که یې حکومت د ملي امنیتي ځواکونو په شان سمبال کړي؛ نو د قره باغ ولسوالۍ ټولې سیمې به د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې کړي.
د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان پاسوال روح الله هم په یاده ولسوالۍ كې د سیمه ييزو پولیسو چال چلند ستایلی او وايي چې د وسلو په برخه کې رښتیا هم ستونزې لري. نوموړی وايي:(( د قره باغ امنیت د سیمه ييزو پولیسو له برکته دی، زه اته میاشتې کیږي چې دلته راغلی یم، له هغوی مې هیڅ راز مرسته نه ده سپمولې، خو د درنو وسلو نشتوالی د ټول افغان پوځیانو ستونزه ده، موږ چې څه په لاس کې لرو، له خپلو سیمه ییزو پولیسو به یې ونه سپموو.))


