ads

پاكستاني ځواكونو، له دوه اوونيو راهيسې د تورخم دروازه تړلې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، له تیرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم سرحدي دروازه له ډيورنډ كرښې د اوښتونكو افغانانو پرمخ تړل شوې ده.د چارواکو په وینا پاکستانیو سرحدي پولیسو دغه دروازه د هغو خلکو پر وړاندې تړلې، چې له اسنادو پرته یې پاکستان ته سفرونه کول.په ختیځ کې د سرحدي لوا درستيزوال محمد ایوب […]

نویسنده: TKG
28 وری 1395
پاكستاني ځواكونو، له دوه اوونيو راهيسې د تورخم دروازه تړلې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، له تیرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم سرحدي دروازه له ډيورنډ كرښې د اوښتونكو افغانانو پرمخ تړل شوې ده.
د چارواکو په وینا پاکستانیو سرحدي پولیسو دغه دروازه د هغو خلکو پر وړاندې تړلې، چې له اسنادو پرته یې پاکستان ته سفرونه کول.
په ختیځ کې د سرحدي لوا درستيزوال محمد ایوب حسین خیل نن کلید ته وویل، له تېرو دوه اونیو راهيسې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري، پر هغو افغانانو د تورخم لاره بنده شوې، چې قانوني اسناد ونه لري. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، له تیرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم سرحدي دروازه له ډيورنډ كرښې د اوښتونكو افغانانو پرمخ تړل شوې ده.
د چارواکو په وینا پاکستانیو سرحدي پولیسو دغه دروازه د هغو خلکو پر وړاندې تړلې، چې له اسنادو پرته یې پاکستان ته سفرونه کول.
په ختیځ کې د سرحدي لوا درستيزوال محمد ایوب حسین خیل نن کلید ته وویل، له تېرو دوه اونیو راهيسې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري، پر هغو افغانانو د تورخم لاره بنده شوې، چې قانوني اسناد ونه لري.
نوموړی وایي، له پاکستاني لوري ورته ویل شوي چې دغه كار يې د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره په تفاهم تر سره کړى دى.
حسین خیل زیاته کړه، نن هم له سهار راهيسې دغه دروازه د مسافرو پرمخ تړل شوې او زرګونه مسافر د دروازې د ساتونکو د امر په تمه انظار ولاړ دي: (( دوه جمعې كېږي چې د پاكستان حكومت هغو افغانانو ته چې ويزه او پاسپورټ ونه لري، نه يې پرېږدي، موږ ته دوى همدا خبره كوي چې ستاسې مشرانو سره مو پرېكړه كړې چې څوك اسناد ونه لري زموږ خاورې ته دې نه راداخلېږي.))
د تورخم دروازه پر افغان مسافرو دا ځل په داسې حال کې تړل کیږي، چې د سیمې د یو شمیر دوکاندارانو په وینا تېره اوونۍ هم د دغې لارې د بندښت له امله دوه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA