ads

ولسي جرګې د لوړو زده كړو وزيره استجواب كړه

د ولسي جرګې یو شمیر غړو له وزیرې د محصلینو د تبدیلیو، د بې نتیجې محصلینو، په یو شمیر ولایتونو کې پوهنتونونو ته د کم شمیر محصلینو د جذب او یو لړ نورو ستونزو په اړه وضاحت وغوښت.دغه راز د ولسي جرګې یو شمیر غړو د لوړو زده کړو برخه کې د نجونو د ستونزو […]

نویسنده: TKG
28 وری 1395
ولسي جرګې د لوړو زده كړو وزيره استجواب كړه

د ولسي جرګې یو شمیر غړو له وزیرې د محصلینو د تبدیلیو، د بې نتیجې محصلینو، په یو شمیر ولایتونو کې پوهنتونونو ته د کم شمیر محصلینو د جذب او یو لړ نورو ستونزو په اړه وضاحت وغوښت.
دغه راز د ولسي جرګې یو شمیر غړو د لوړو زده کړو برخه کې د نجونو د ستونزو یادونه هم وکړه او همدا راز یې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د درسي کیفیت په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړې.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند د ولسي جرګې غونډې ته وویل، د سږ کال کانکور پروسه یې تر بل هر وخت شفافه او ګڼې لاسته راوړنې یی درلودې

د ولسي جرګې یو شمیر غړو له وزیرې د محصلینو د تبدیلیو، د بې نتیجې محصلینو، په یو شمیر ولایتونو کې پوهنتونونو ته د کم شمیر محصلینو د جذب او یو لړ نورو ستونزو په اړه وضاحت وغوښت.
دغه راز د ولسي جرګې یو شمیر غړو د لوړو زده کړو برخه کې د نجونو د ستونزو یادونه هم وکړه او همدا راز یې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د درسي کیفیت په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړې.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند د ولسي جرګې غونډې ته وویل، د سږ کال کانکور پروسه یې تر بل هر وخت شفافه او ګڼې لاسته راوړنې یی درلودې: (( سږني كال كې د کانکور ازموینې شفافیت تر بل هر کال زیات و، د كانكور په پروسه كې مو دا وار زيات بدلونونه راوستي وو چې دا زموږ كاري فعاليت يوه لويه لاسته راوړنه ده.))
نوموړې د تبدیلۍ په برخه کې ومنله، چې د تبدیلۍ جریان اوس هم روان دی خو په دې برخه کې یې د ولسي جرګې له استازو مرسته وغوښته.
د لوړو زده کړو وزیرې له کانکور ورکوونکو محصلینو وغوښتل، چې د ازموینې په ترڅ کې باید د خپلې خوښې ولایت او پوهنځي په ټاکلو کې دقت وکړي، تر څو راتلونکي كې د تبدیلۍ له ستونزې سره مخ نه شي.
ولسي جرګې د لوړو زده کړو وزیره په داسې حال کې خپلې نننۍ غونډې ته استجواب کړې وه، چې د دولسمو ټولګيو فارغان تر ډېره د سږني کانکور له پایلو راضي بریښیدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA