د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر د دې ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بې پېلوټه برید له امله څلور وسله وال وژل شوي دي.
د خوږياڼو ولسوال حاجي زلمي نن کلید ته وویل، د یادې ولسوالۍ په باغچې سیمه کې د بې پېلوټه هوایي برید له امله په یوې سراچه ډوله موټر كې ناست څلور وسله وال وژل شوي، او د دوی موټر او وسله له منځه تللې ده. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر د دې ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بې پېلوټه برید له امله څلور وسله وال وژل شوي دي.
د خوږياڼو ولسوال حاجي زلمي نن کلید ته وویل، د یادې ولسوالۍ په باغچې سیمه کې د بې پېلوټه هوایي برید له امله په یوې سراچه ډوله موټر كې ناست څلور وسله وال وژل شوي، او د دوی موټر او وسله له منځه تللې ده.
ولسوال زياته كړه، په دغه هوایي، برید کې نور چاته زیان نه دی اوښتی.
بلخوا په سیمه کې یو عیني شاهد کلید ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وویل، په برید کې ۵ ملکي وګړي او یو د طالبانو سرګروپ وژل شوى دى.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


