د حقوقي مساعدتونو لپاره د نقشې جوړولو د قرارداد لاسلیک غونډه، نن د عدلیې وزیر په مشرۍ په کابل کې تر سره شوه.
د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور وویل، دغه قرارداد له اسيايي بنياد سره ترسره كوي او په لاسليكولو سره به يې وزارت وتوانیږي، چې د حقوقي مسایلو په اړه ډیرې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي وویل، په مجموع کې ۳۰۱ تنه بهرني اشخاص په حقوقي مسایلو کې بوخت دي او د دغه قرارداد لیک پیسې به په څلورو قسطونو کې دولت ته سپارل کیږي: (( د دې لګښت نړيوال بانك وركوي چې شاوخوا درې نيم ميليونه ډالر كېږي، د دې قرارداد له مخې دولت مکلف دی تر څو دغه نقشه جوړه کړي تر څو يو كاله پورې په حقوقي مسايلو كې كار وشي.)) د حقوقي مساعدتونو لپاره د نقشې جوړولو د قرارداد لاسلیک غونډه، نن د عدلیې وزیر په مشرۍ په کابل کې تر سره شوه.
د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور وویل، دغه قرارداد له اسيايي بنياد سره ترسره كوي او په لاسليكولو سره به يې وزارت وتوانیږي، چې د حقوقي مسایلو په اړه ډیرې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي وویل، په مجموع کې ۳۰۱ تنه بهرني اشخاص په حقوقي مسایلو کې بوخت دي او د دغه قرارداد لیک پیسې به په څلورو قسطونو کې دولت ته سپارل کیږي: (( د دې لګښت نړيوال بانك وركوي چې شاوخوا درې نيم ميليونه ډالر كېږي، د دې قرارداد له مخې دولت مکلف دی تر څو دغه نقشه جوړه کړي تر څو يو كاله پورې په حقوقي مسايلو كې كار وشي.))
د آسیا بنیاد مسولینو په یاده غونډه کې وویل، د دغه پروګرام موخه په افغانستان کې د حقوقي مسایلو بهبود او ښه والی دی.
د آسیایي بنیاد مسولینو په خبره دوی هیله من دي، چې افغان دولت به وتوانیږي، له دې وروسته ټولو حقوقي مسایلو ته پوره لاسرسی ولري او هر تورن کس وکیل ته لاسرسری پیدا کړي.


