ads

د نورستان په ګډون ځينو ولايتونو كې ليليه لېسې جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د پوهنې وزارت امکاناتو ته په پام به د نورستان په ګډون په ځينو ولايتونو کې د ناامنه سيمو د زده کوونکو د ستونزو د حل په هدف ليليه لېسې جوړې شي.نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر په ارګ كې د نورستان ولايت له يو شمېر مشرانو او ديني […]

نویسنده: TKG
28 وری 1395
د نورستان په ګډون ځينو ولايتونو كې ليليه لېسې جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د پوهنې وزارت امکاناتو ته په پام به د نورستان په ګډون په ځينو ولايتونو کې د ناامنه سيمو د زده کوونکو د ستونزو د حل په هدف ليليه لېسې جوړې شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر په ارګ كې د نورستان ولايت له يو شمېر مشرانو او ديني علماو سره د كتنې په مهال وكړې. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د پوهنې وزارت امکاناتو ته په پام به د نورستان په ګډون په ځينو ولايتونو کې د ناامنه سيمو د زده کوونکو د ستونزو د حل په هدف ليليه لېسې جوړې شي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر په ارګ كې د نورستان ولايت له يو شمېر مشرانو او ديني علماو سره د كتنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي مولوي احمدالله موحد او محمد صبور د نورو په استازيتوب د نورستان ولايت امنيتي، د معارف، روغتيا، لويو لارو د جوړولو او پخولو او په سيمه ييزه اداره کې د فساد د شتون ستونزې او د ليليه لېسې د جوړولو غوښتنې جمهور رئيس سره مطرح کړې.
جمهور رئيس غني د يادو كسانو د ستونزو او غوښتنو له اورېدلو وروسته وويل، چې سږ کال به د لومړي ځل لپاره نورستان د قير سړک لرونکى شي.
هغه د چارو عمومي ادارې ته لارښوونه وکړه، چې په نورستان ولايت کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د غبن اړوند ادعاوې دقيقې وڅېړي.
د هېواد جمهور رئيس  په سيمه ييزو ادارو کې د اصلاحاتو لپاره ولسي اجماع مهمه وبلله او له ولسونو يې وغوښتل، چې په اتفاق  دې د فساد د مخنيوي په هدف د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA