د كندوز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې له پرون سهار راهيسې يې طالبانو سره په جګړه كې مخالف لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواكي واييو طالبانو پرون سهار ۵ بجې پر مركز له دريو خواو بريدونه پيل كړل چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول او طالبان يې اوسمهال په شا كړي دي.
د کندوز والي اسدالله عمرخیل په دې اړه کلید ته وویل، وسله والو مخالفینو ته یې سخت شکست ورکړی او افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حالت کې دي. د كندوز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې له پرون سهار راهيسې يې طالبانو سره په جګړه كې مخالف لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواكي واييو طالبانو پرون سهار ۵ بجې پر مركز له دريو خواو بريدونه پيل كړل چې د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول او طالبان يې اوسمهال په شا كړي دي.
د کندوز والي اسدالله عمرخیل په دې اړه کلید ته وویل، وسله والو مخالفینو ته یې سخت شکست ورکړی او افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حالت کې دي.
د کندوز والی اسدالله عمرخیل زياتوي، كوم عملیات چې د وسله والو طالبانو لخوا د کندوز په ښار پیل شوي وو، رهبري يې د يو پاكستاني پر غاړه ده او وسله والو ته ټوله قومانده د همدغه پاكستاني لخوا وركول كېږي.
بلخوا د پامیر د ۲۰مې فرقې رئیس ارکان ډګروال محمد قربان موسوی وایی له پرون راهیسې یې ۱۳۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده چی ۸۰ تنه وسله وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵۰ تنه نور یې ټپیان دي.
بايد وويل شي، جګړه چې پرون د کندوز په ښار له دریو خواو څخه پیل شوې وه اوس د کندزز د ښار په اړونده سیمو رستاق اباد ، تپه مرچ او ابراهیم خیلو کې روانه ده.


