د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول کريم يورش له کليد سره په خبرو کې وويل، چې دا پېښه تېر مازيګر پنځه بجې د ګرزيوان ولسوالۍ په جرکلا سيمه کې رامنځته شوې ده. د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول کريم يورش له کليد سره په خبرو کې وويل، چې دا پېښه تېر مازيګر پنځه بجې د ګرزيوان ولسوالۍ په جرکلا سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل نجيب الله له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى دى.
نوموړى وايي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا په ګرزيوان ولسوالۍ كې تصفيوي عمليات پيل شوي وو او د بلچراغ ولسوالۍ پوليسو هم په کې برخه اخيستې وه: (( سمونمل نجيب الله د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قومندان و، له دښمن سره په مخامخ جګړه كې بيګا مازيګر وژل شوى. درې د ملي پاڅون پوليس سرتېري هم ورسره وو.))
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


