د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ګډو امنيتي ځواكونو په عملياتو كې ۸۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كندوز، بغلان، كونړ، ننګرهار، كاپيسا، هلمند، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي. د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ګډو امنيتي ځواكونو په عملياتو كې ۸۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كندوز، بغلان، كونړ، ننګرهار، كاپيسا، هلمند، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د ملي اردو ۷ سرتېري هم وژل شوي دي.
د دولت مخالفو وسله والو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


