د خوست ځوانان، قومي مشران او مدني فعالان وایي چې دخوست دهوایي ډګر پروژې دځنډیدو لامل دې دوی ته په ګوته شي او یاده پروژه دې ژر تر ژره پیل شي.
دوی دغه څرګندونې د جمعې په ورځ دیوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وکړې.
خوست کې د ځوانانو شبکې مسول عبدالله باور وایي چې چارواکي دې ورته دهوایي ډګر دپروژې د ځنډیدو په اړه معلومات له ولس سره شریک کړي.
دده په خبره، که دیادې پروژې چارې ژر پیل نه شي دوی به په سوله ایزو لاریونونو او مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

دسیاسي چارو کارپوه امیر بهیر وایي چې له بل هیڅ قوم او ولایت څخه ډیر امتیازات نه غواړي خو زیاتوي چې د اساسي قانون په چوکاټ دې ورته خپل حقه حقوق ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دخوست ډیری مدني فعالانو او ځوانانو دټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول فیسبوک کې له مرکزي حکومت څخه د خوست د هوایي ډګر، ترانزیټ ، بریښنا او یو شمیر نورو پروژو دترسره کیدو په اړه غبرګونونه څرګند کړي او دا لړۍ لاهم دوام لري.