په داسې حال کې چې د ماشومانو د حقوقو د خوندیتوب كنوانسيون په جګړه کې د کم عمره ماشومانو کارول منع کړي دي، خو شواهد ښيي چې لاهم د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د جګړه ییزو فعالیتونو او استخباراتي اهدافو له پاره ګمارل کېږي. د نړیوالو ادارو د ادعا له مخې د دغو ماشومانو له ډلې یو شمېر یې په امنیتي لیکو کې دندې ترسره کوي. خو تر ډېره بیا طالبانو ته ګوته نیول کېږي چې له ماشومانو څخه په ځانمرګو بریدونو کې کار اخلي. په داسې حال کې چې د ماشومانو د حقوقو د خوندیتوب كنوانسيون په جګړه کې د کم عمره ماشومانو کارول منع کړي دي، خو شواهد ښيي چې لاهم د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د جګړه ییزو فعالیتونو او استخباراتي اهدافو له پاره ګمارل کېږي. د نړیوالو ادارو د ادعا له مخې د دغو ماشومانو له ډلې یو شمېر یې په امنیتي لیکو کې دندې ترسره کوي. خو تر ډېره بیا طالبانو ته ګوته نیول کېږي چې له ماشومانو څخه په ځانمرګو بریدونو کې کار اخلي.
ملي امنیت ادارې د روان ۱۳۹۵لمریز کال د وري په ۱۵مه خبر ورکړ چې یو ځانمرګی ماشوم یې نیولی دی. د ملي امنیت ادارې له لوري په دې اړه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې دا ځانمرګی ماشوم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې نیول شوی دی. د دغه هلک اصلي نوم بهارالله د اسدالله زوی ښودل شوی. بهارالله د عمر په مستعار نوم فعالیت کاوه او عمر یې ۱۷ کاله اټکل شوی دی. د سرچينې په وينا، بهارالله د طالبانو له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و چې هدف ته تر رسېدو وړاندې ونيول شو. بهارالله خپله په دې اړه ویلي: (( نوم مې بهارالله د اسد الله زوى يم، كاكا مې نصرالله په طالبانو كې په انصار مشهور و، بيا يې زه هم له ځان سره كړم، درې عملياتونو كې په چهاركلا، جوكامباز او بل په نجراب كې و. دوی ماته يوه مخابره او يو كلاشینكوف راكړل. عمر نوم يې راباندې كېښود، ويل یې جهاد وكړه چې نېغ جنت ته لاړ شې، د سعد په نوم يو هلك يې انتحاري ته راوست، ماته يې هم وويل چې كور كې ناست يې خوشې ډوډۍ خورې لاړ شه انتحاري وكړه چې جنت ته لاړ شې.))
بهارالله لومړنی ځانمرګی نه دی چې د امنیتي ځواکونو لاسونو ته کیوځي. تر دې څو ورځې وړاندې د وري په ۴مه یوه ۱۲ کلن ماشوم په ننګرهار کې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی و. دا ماشوم د پاکستان په یوه مدرسه کې د ځانمرګي برید له پاره روزل شوی و، خو افغانستان ته تر راتګ وروسته یې ځان د افغان دولت عسکرو ته وسپاره. د دغه ماشوم نوم ابوذر و او د پېښور د وزیر باغ سیمې اصلي اوسېدونکی دی. دغه هلک ویلي چې مور یې په ماشومتوب کې مړه شوې او پلار یې معتاد دی او ترونو یې دی په مدرسه کې داخل کړی و. ابوذر په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي: ” زه وړوکی وم، زما مور وفات شوه، پلار مې معتاد و، بیا ترونو مدرسه کې واچولم، هلته مې تقریباً دوه نیم کاله درس ووايه، بیا د هغې نه پس دا یو کال دوی ما ته د جهاد درس شروع کړ او هلته به يې راته ویډيوګانې ښودلې او ویل به يې په افغانستان کې ظلم روان دی. هلته به يې راته دا ښودل چې افغانستان کې د شهادت مرګ دی او مخامخ به جنت ته لاړ شې، بیا يې ویل څوک تیار دی، بس ما ورته وویل هسې هم زما څوک نشته زه به لاړ شم.”
خو ابوذر چې کله افغانستان ته راځي او په یوه جومات کې افغان پولیس او د ملي اردو عسکر په لمانځه ګوري، له خپلې پرېکړې په شا کېږي او د سیمې له خلکو غواړي چې دی پولیسو ته تسلیم کړي: “هلته په پاکستان کې استادانو راته ویل کله چې تورخم ته لاړې بیا به د لالپورې موټر کې کېنې او هغه به دې بوځي، هلته موږ ستا تصویران ورکړي چې ورسېدې بس واسکټ به درکړي، زه چې لالپورې ته راغلم یوه مسجد ته د لمانځه له پاره ورغلم، هلته ګورم چې پولیس او پوځ په لمانځه وو؛ نو ما له ځان سره فکر وکړ چې هلته خو دوی ماته ویل افغانستان کې ظلم دی او ټول کافران دي او دلته مې چې وکتل ټول مسلمانان وو، بیا مې هلته یوه چا ته وویل پولیس ته يې وسپارلم او دلته راغلم.” ابوذر همداراز افغان امنیتي ځواکونو ته ویلي چې په پېښور کې څوک نه لري او که بېرته لاړ شي، يو ځل بيا به د هغوی لاس ته ولوېږي او استادان به یې خامخا د ځانمرګي برید له پاره تیار کړي. د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په خبره دغه ماشوم د قران کریم ۲۴ سيپارې حفظ هم کړی: ” نو دا ماشوم داسې سیمې ته راغی چې اوس دی باید د قران کریم ښه قاري شي او همدغه اسلامي تعليمات زده کړي او د ده په شان نورو ځوانانو ته ديني زده کړې ورکړي او د علم په رڼا ښایسته شي.”
د ابوذر تر تسلیمېدو مخکې تېر کال( ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندۍ په ۷مه) په فاریاب کې هم یوه ځانمرګي ماشوم ځان پولیسو ته تسلیم کړی و. دغه ماشوم ادعا کړې وه، طالبانو د برید له پاره تیاراوه چې ترې وتښتېد او ځان یې پولیسو ته وسپاره. د دې هلک عمر هم ۱۲ کاله ښودل شوی و، نوموړي ویلي وو: “ورته و مې ویل چې موږ ټوټې ټوټې کېږو؛ ویې ویل چې جنت ته ځئ. پوځي خلک او د هغوی قومندانان وژنئ او جنت ته ځئ.” هغه زیاته کړې وه: ” شپږ تنه نور ماشومان هم وو، خو زه (د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ) چهارشنبې بازار ته وتښتېدم او ځان مې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړ.”
د ۱۳۹۳ لمریز کال د مرغومي په ۷مه نېټه بیا یوې ۱۴ کلنې نجلۍ په هلمند ولایت کې ځان پولیسو ته سپارلی و. د هلمند چارواکو ویلي وو چې دا نجلۍ په نوزاد ولسوالۍ کې د برید له پاره روزل شوې وه. دا نجلۍ زرمینه نومېده او پولیسو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته راوستې وه،. زرمینې په لښکرګاه کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې وه چې د نوزاد ولسوالۍ د اورموز سيمې اوسېدونکې ده. نوموړې ادعا درلوده چې پلار يې نږدې درې اوونۍ مخکې( د نیول کېدو تر نېټې) د همدې ولسوالۍ جازي سيمې ته چېرته يې چې د ماما کور و، بيولې وه، څو ځانمرګي بريد ته يې چمتو کړي.
دا هغې بېلګې دي چې قربانیانو یې په خپله خوله د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې اعتراف کړی او خبرونه یې په بېلابېلو رسنیو کې خپاره شوي، خو طالبانو دا ډول ډېری پېښو پړه نه ده منلې او وايي چې دوی په جګړه کې ماشومان نه کاروي. د ملاعمر د مرګ خبر تر خپرېدو وروسته د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور تر خپلې قومندې لاندې قومندانانو څخه وغوښتل چې د لغړزنو ( تنکي ځوانان چې ږېره یې نه وي راغلې) له استخدام څخه دې په خپلو صفوفو کې ډډه وکړي.
راپورونه ښيي چې د طالبانو باوجود د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم یو شمېر تنکي ځوانان چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي، دندې ترسره کوي. افغانستان په ۱۳۸۹ لمریز کال د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره هلکانو د شتون له کبله د ملګرو ملتونو په شرموونکي لیست کې شامل شوی.
خو د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې کابو یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره ناسته درلوده، وویل چې افغانستان د بشري حقونو او د ماشومانو د حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او په امنیتي لیکو کې د ماشومانو د راکمولو هڅه کوي؛ نو پکار ده چې له دغه لیست څخه وویستل شي.
دا موضوع د ۱۳۹۴ لمریز کال د کب په ۲۹مه د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش او د ملګرو ملتونو د همدغې ځانګړې استازې لیلا زروقي ترمنځ هم وشاربل شوه. دانش په امنیتي لیکو کې د ماشومانو موجودیت تشې اوازې وبللې او زیاته یې کړه چې دم ګړی یو ماشوم هم په دغو ارګانونو کې شتون نه لري.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر اساس په ۲۰۱۵ میلادي کال هره اوونۍ د افغانستان په جګړو کې ۳۵ تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې لوړه شمېره جوړوي.
بلخوا په دې وروستیو کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان (تر دو هوم ) د نړۍ د هغو ۱۴ هېوادونه نومونه اعلان کړي چې ۲۵۰ زره جګړه مار یې کم عمره هلکان او نجونې دي. دغې ادارې افغانستان ته د خپل راپور په سر کې ځای ورکړی. د دغه بنسټ یوه غړي ویلي چې په افغانستان کې نه یوازې طالبان ماشومان د وسلې پورته کولو ته مجبوروي، بلکې له یو شمېر ماشومانو د محلي پولیسو په لیکو کې هم استفاده کېږي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو کمسیون د جګړې په دواړو غاړو غږ کوي چې په جګړه کې دې د ماشومانو کارول نور ودروي. د بشري حقونو کمسیون اندېښمن دی چې د پخوا په نسبت په جګړه کې له ماشومانو څخه استفاده ډېره شوې ده.
د ماشومانو د حقوقو د خونديتوب د كنوانسيون ۳۸ مه ماده، په جګړه كې په ښكېلو لوريو ( دولتونو او ډلو) غاړه خلاصوي چې په جګړه كې له كم عمره ماشومانو څخه د سرتېرو او حربو په توګه كار وانه خلي. په جګړه كې د ماشومانو د ګډون اختياري پروتوكول د لږ عمر ماشومان هغه افراد بولي چې عمرونه يې له اتلسو كلونو کم وي. دا پروتوكول په زغرده غوښتنه كوي چې د اړتيا او اجبار له مخي ماشومان د جګړه ييزو فعاليتونو له پاره بايد استخدام نه شي:(( … بايد ماشومان د پوځي اقداماتو له پاره بسيج نه کړل شي او د هغوى له نوم ليكنې څخه دې په پوځي جګړه كې ډډه وشي.))


