ads

ننګرهار: امنيه قومندانۍ نيول شوي ۲۱ ټنه نشه يي توكي وسوځول

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مؤظفینو له لوري د تېرو درې کلونو په ترڅ کې نیول شوي ۲۱ ټنه بېلابېل نشه یې توکې پرون په عام محضر کې وسوځول شول .دغه توکې د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې په داسې حال کې وسوځول شول، چې د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، ملي امنیت، استناف […]

نویسنده: TKG
25 وری 1395
ننګرهار: امنيه قومندانۍ نيول شوي ۲۱ ټنه نشه يي توكي وسوځول

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مؤظفینو له لوري د تېرو درې کلونو په ترڅ کې نیول شوي ۲۱ ټنه بېلابېل نشه یې توکې پرون په عام محضر کې وسوځول شول .
دغه توکې د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې په داسې حال کې وسوځول شول، چې د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، ملي امنیت، استناف څارنوالۍ او د بېلابېلو ادارو رئیسانو، ولایتي شورا غړو، د کورنیو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي او یو شمېر نورو په کې ګډون کړی و. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مؤظفینو له لوري د تېرو درې کلونو په ترڅ کې نیول شوي ۲۱ ټنه بېلابېل نشه یې توکې پرون په عام محضر کې وسوځول شول .
دغه توکې د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې په داسې حال کې وسوځول شول، چې د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، ملي امنیت، استناف څارنوالۍ او د بېلابېلو ادارو رئیسانو، ولایتي شورا غړو، د کورنیو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي او یو شمېر نورو په کې ګډون کړی و.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل، دغه يوويشت ټنه نشه يی توکي په ننګرهار کې د مېشتو بېلابېلو امنيتي ځواکونو او د ولسونو په همکارۍ د تېرو درې کلونو په موده کې نيول شوي او د قانوني مراحلو د طی کېدو وروسته یې وسوځول .
هغه همدا راز په دغه ولایت کې ډېر ژر د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین د پیل کېدو خبر هم ورکړ او په دغه برخه کې يې د ولسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د یادونې وړده، د یادو نشه یې توکو په تور لسګونه کسان او وسایط هم د امنیتي ارګانونو له لوري نیول شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA