د لغمان ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي، له ۴۱ زیانمنو شوو کورنیو سره یي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د (یو ان مکی) ادارې په مالي مرسته یي پر ۴۱ هغو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشله، چې په دې وروستیو کې د یو شمیر پیښو پرمهال زیانمن شوي دي. د لغمان ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي، له ۴۱ زیانمنو شوو کورنیو سره یي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د (یو ان مکی) ادارې په مالي مرسته یي پر ۴۱ هغو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشله، چې په دې وروستیو کې د یو شمیر پیښو پرمهال زیانمن شوي دي.
سرچینه وایي، چې په دغو مرستو کې د خوراکي توکو سربیره (توشکې، کمپلې، د اشپزخانې سامان او یوه تخته قالینه) شامل وو.
په خبر پاڼه کې د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس سید عبدالبصیر هاشمي له قوله ویل شوې، دوی هڅه کوي، چې له نورو اړمنو کورنیو سره هم لازمې مرستې ترسره کړي.


