ads

لغمان كې د سراج تاريخي كلا رغول كېږي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې د سراج تاریخي کلا او بڼ د بیارغونې بودیجه منظور شوې او عملي چارې به یې ډیر ژر پیل کړي.د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په راستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د مرکز اړوند دا تاریخي کلا به په […]

نویسنده: TKG
25 وری 1395
لغمان كې د سراج تاريخي كلا رغول كېږي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې د سراج تاریخي کلا او بڼ د بیارغونې بودیجه منظور شوې او عملي چارې به یې ډیر ژر پیل کړي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په راستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د مرکز اړوند دا تاریخي کلا به په ۸ جریبه ځمکه د پخوا په شان ور غول شي. د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې د سراج تاریخي کلا او بڼ د بیارغونې بودیجه منظور شوې او عملي چارې به یې ډیر ژر پیل کړي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په راستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د مرکز اړوند دا تاریخي کلا به په ۸ جریبه ځمکه د پخوا په شان ور غول شي.
خبر پاڼه وایي، د ولسونو له پرله پسې غوښتنو او د ولایتي چارواکو له هڅو سره یادې سیمې ته بودیجه منظور او عملي چارې یي پیلیږي.
د یادولو وړ ده، چې د سراج تاریخي   کلا شاوخوا یوه پيړۍ وړاندې د وخت د امیر حبیب الله خان لخوا د خپلې واكمنۍ پر مهال په ټولو عصري وسایلو او اړتیاو سمباله جوړه كړې وه چې یو عصري حمام ، نغاره خانه او د رزم او بزم لپاره يې ټولې اسانتیاوې درلودې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA