د کونړ امنیتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري په دغه ولایت کې پيل شویوعمري عملیاتو ته یې ځواب ویلی او تر اوسه يې څلویښتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنیتي چارواکي وایي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې اوښتې ده.
د کونړ امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل نن کلید ته وویل، له پرون سهار راهيسې وسله والو طالبانو د دغه ولایت اووه ولسوالیو کې جګړه پیل کړې، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي. د کونړ امنیتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري په دغه ولایت کې پيل شویوعمري عملیاتو ته یې ځواب ویلی او تر اوسه يې څلویښتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنیتي چارواکي وایي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې اوښتې ده.
د کونړ امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل نن کلید ته وویل، له پرون سهار راهيسې وسله والو طالبانو د دغه ولایت اووه ولسوالیو کې جګړه پیل کړې، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
سید خیل وایي، د افغان ځواکونو په توپچي بریدونو کې د وسله والو د مشهور قومندان عمران په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او د یوه بل قومندان نیاز سلیم په ګډون ۲۷ تنه ټپیان دي: ((افغان ځواکونه لا هم وسله والو سره په جګړه بوخت دي، په پرونۍ نښتو کې یو سرتیرى او یو ملکي وګړى ټپي شوى.))
بلخوا وسله والو طالبانو هم په دغه نښته کې د کره شمیرې له ښودلو پرته د ګڼ شمیر افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې دعوه کړې ده.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په یو رالیږلي ټلیفوني پیغام کې ویلي، چې د عمري عملیاتو پرمهال یې پرون د کونړ ۷ ولسوالۍ تر خپل برید لاندې راوستې دي.
هغه په دغه نښته کې د خپل یو ملګري د وژل کیدو او دریو نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
د یادولو وړ ده، چې پرون وسله والو طالبانو په ټول هیواد کې د (عمري) په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ور كړ.


