شمالي کوریا د یو غیر منتظره ګام په ترڅ کې غواړي د حاکم کمونيست ګوند له کنګرې وړاندې د خپل هستوي پروګرام د پراختیا په اړه جزیات خپاره کړي.
د کیم جونګ اون په مشرۍ د شمالي کوریا حاکم کمونست ګوند کلنۍ کنګره راتلونکې میاشت پیلیږي.
رويټرز خبري اژآنس د دغه هیواد د پوځي چارواکو له قوله ویلي، هیواد یې تمایل لري، چې د اټومي کوپړۍ لېږدوونكو بالستیکي توغندیو پروګرام ته دوام ور کړي. شمالي کوریا د یو غیر منتظره ګام په ترڅ کې غواړي د حاکم کمونيست ګوند له کنګرې وړاندې د خپل هستوي پروګرام د پراختیا په اړه جزیات خپاره کړي.
د کیم جونګ اون په مشرۍ د شمالي کوریا حاکم کمونست ګوند کلنۍ کنګره راتلونکې میاشت پیلیږي.
رويټرز خبري اژآنس د دغه هیواد د پوځي چارواکو له قوله ویلي، هیواد یې تمایل لري، چې د اټومي کوپړۍ لېږدوونكو بالستیکي توغندیو پروګرام ته دوام ور کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې به نړيوالو د شمالي کوریا اټومي پروګرام په اړه له هغو انځورونو څخه معلومات تر لاسه کول، چې د سپوږمکيو په مرسته به اخستل شوي وو، خو په دا وروستیو کې بيا شمالي کوریا پخپله د خپلو اټومي، هایدروجني او بالستیک توغندیو ازموینو د مقالو له لارې معلومات خپاره كړي دي.
شمالي کوریا د تیرې شنبې په ورځ له رسمي رسنیو د یو نوي هستوي موتور د جوړولو په اړه معلومات خپاره کړل او داسې ښکاري، چې دغه هیواد له نړیوالو بندیزونو سره- سره غواړي خپل هستوي پروګرام ته پراختیا ور کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


