ads

د كندوز والي: طالبان اوس ځانمرګي په كندوز كې روزي

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، له ډیرې راهیسی په دشت ارچي ولسوالې کې وسله وال طالبان د دولت پر ضد ځانمرګي روزي. عمرخېل په دې اړه كليد ته زياته كړه، په دشت ارچي ولسوالې کې په ۳ بیلابیلو مدرسو کې تر سن لاندې ماشومانو ته د وران کاري عملونو او انتحاري زده کړو درس […]

نویسنده: TKG
25 وری 1395
د كندوز والي: طالبان اوس ځانمرګي په كندوز كې روزي

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، له ډیرې راهیسی په دشت ارچي ولسوالې کې وسله وال طالبان د دولت پر ضد ځانمرګي روزي.
عمرخېل په دې اړه كليد ته زياته كړه، په دشت ارچي ولسوالې کې په ۳ بیلابیلو مدرسو کې تر سن لاندې ماشومانو ته د وران کاري عملونو او انتحاري زده کړو درس ورکول کیږي، چې د دغو ټولو مدرسو مسووليت يو پاكستانى پر غاړه لري. د کندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، له ډیرې راهیسی په دشت ارچي ولسوالې کې وسله وال طالبان د دولت پر ضد ځانمرګي روزي.
عمرخېل په دې اړه كليد ته زياته كړه، په دشت ارچي ولسوالې کې په ۳ بیلابیلو مدرسو کې تر سن لاندې ماشومانو ته د وران کاري عملونو او انتحاري زده کړو درس ورکول کیږي، چې د دغو ټولو مدرسو مسووليت يو پاكستانى پر غاړه لري.
د کندوز والي زیاته کړه، همدا اوس د کندوز ښار ته نږدې ولسوالیو  او سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات جریان لري چې په وينا يې د دغو چانیزو عملیاتو لړۍ به ډېره ژر د دشت ارچي ولسوالۍ ته هم ورسېږي.
والي وویل، د کندوز امنیتي حالات د تېر په پرتله ښه شوي او د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات به تر هغې دوام ومومي چې تر څو یې ټول کندوز د وسله والو طالبانو له شتون څخه نه وي پاک کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA