ads

حبيبي: د كال تر پايه به د خوست هېڅ ښوونځى، د ودانۍ ستونزه ونه لري

د خوست والي حكم خان حبيبي، نن د يوې سيمه ييزې راډيو لخوا د كال د غوره شخصيت په توګه د ټاكل كېدو په مراسمو كې ځايي ولسونو ته ژمنه وركړه چې په دغه ولايت كې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه به په ژر تر ژره حل كړي. نن ايف ايم، سږ كال د غوره […]

نویسنده: TKG
25 وری 1395
حبيبي: د كال تر پايه به د خوست هېڅ ښوونځى، د ودانۍ ستونزه ونه لري

د خوست والي حكم خان حبيبي، نن د يوې سيمه ييزې راډيو لخوا د كال د غوره شخصيت په توګه د ټاكل كېدو په مراسمو كې ځايي ولسونو ته ژمنه وركړه چې په دغه ولايت كې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه به په ژر تر ژره حل كړي.
نن ايف ايم، سږ كال د غوره شخصيتونو د ټاكنې په لړۍ كې حكم خان حبيبي غوره والي، انجنر هلمند هلمند غوره ځوان او راشده ثاقب د كال غوره مېرمن ونوموله.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته حكم خان حبيبي په خپله وينا كې وويل، د خپل ولايت پلانونه او چارې به لا چټكې كړي او په دې برخه كې به تر ټولو لومړى د پوهنې د بهير پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي.

د ده په وینا، اوس مهال ډيری ښوونځي ودانۍ نه لري او د ځينو ښوونځيو ودانۍ بيا د ډېرو زده كوونكو ظرفيت نه لري، نو د همدغې ستونزې د درك په خاطر ژمنه كوي چې د كال تر پايه به په دې برخه كې ټولې ستونزې اوارې كړي: (( ژمنه كوم چې د كال تر پايه به په خوست كې داسې ښوونځى پاتې نه شي چې د سرپناه ستونزه ولري.))
د یادولو ده، چې په خوست کې دا مهال له ۳۰۰ زرو زیات زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې لخ دې جملې یې له ۱۰۰ زرو څخه زیاتې نجونې دي.
دا زده کوونکي ډیر کله په ښوونځیو کې د نورو ستونزو ترڅنګ له مسلکي او باتجربه ښوونکو له کمښته هم شکایت کوي، چې له امله یې هر کال د دوی درسي پروګرامونه نیمګړي پاتې کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA