ads

افغان حكومت روان پسرلي او راتلونكو پنځو كلونو ته جګړه ييز پلانونه جوړ كړل

د افغانستان حكومت خپل پسرلنى جګړه ييز پلان او د افغان ځواكونو لپاره پنځه كلن جګړه ييز پلان تصويب كړ.دا پلانونه تېره ورځ د امنيت شورا په غونډۀ كې چې مشري يې جمهور رئيس اشرف غني كوله، تصويب شوي دي.د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال په دې اړه نن له كليد سره په […]

نویسنده: TKG
25 وری 1395
افغان حكومت روان پسرلي او راتلونكو پنځو كلونو ته جګړه ييز پلانونه جوړ كړل

د افغانستان حكومت خپل پسرلنى جګړه ييز پلان او د افغان ځواكونو لپاره پنځه كلن جګړه ييز پلان تصويب كړ.
دا پلانونه تېره ورځ د امنيت شورا په غونډۀ كې چې مشري يې جمهور رئيس اشرف غني كوله، تصويب شوي دي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال په دې اړه نن له كليد سره په مركه كې وويل، له تصويب شوي پنځه كلن جګړه ييز پلان سره به په ټول افغانستان كې امنيت ټينګ شي. د افغانستان حكومت خپل پسرلنى جګړه ييز پلان او د افغان ځواكونو لپاره پنځه كلن جګړه ييز پلان تصويب كړ.
دا پلانونه تېره ورځ د امنيت شورا په غونډۀ كې چې مشري يې جمهور رئيس اشرف غني كوله، تصويب شوي دي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال په دې اړه نن له كليد سره په مركه كې وويل، له تصويب شوي پنځه كلن جګړه ييز پلان سره به په ټول افغانستان كې امنيت ټينګ شي.
مينه پال زياتوي، په دې پنځه كلن پلان كې هره هغه ډله چې د افغانستان د حكومت پر ضد جنګېږي، هغه دښمنه بلل شوې ده.
مينه پال دا راز وايي، د پنځه كلن جګړه ييز پلان په عملي كولو كې به په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو غوڅ ماموريت ورسره په هوايي، لوژستيكي او استخباراتي معلوماتو شريكولو كې مرسته وكړي.
دا پلان په داسې وخت كې تصويب شوى چې مخالفو وسله والو طالبانو پر جګړې او شخړو ټينګار كړى او د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو يوې ډلې د سه شنبې په ورځ د عمري پسرلنيو عملياتو د پيل خبر وركړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA