د اپرېل اوومه؛ د روغتیا نړیواله ورځ وه او افغانستان په داسې حال کې دا ورځ ولمانځله چې ۵۰ په سلو کې افغانان اساسي او حتی په لرې پرتو سیمو کې لومړنيو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
له څوارلسو کلونو راهیسې چې په ډېر درب سره په افغانستان کې د روغتیا نړیواله ورځ لمانځل کېږي، هر کال د عامې روغتیا وزارت او اړوندې نورې دولتي او غیردولتي ادارې ژمنې کوي چې شته روغتیایي ستونزې به له منځه وړي او خلکو ته به روغتیايي اسانتیاوې رامنځته کوي، خو نه یوازې دا چې دا روغتیایي اسانتیاوې نه رامنځته کېږي، بلکې پر روغتیايي ستونزو لا نورې زیاتېږي. د اپرېل اوومه؛ د روغتیا نړیواله ورځ وه او افغانستان په داسې حال کې دا ورځ ولمانځله چې ۵۰ په سلو کې افغانان اساسي او حتی په لرې پرتو سیمو کې لومړنيو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
له څوارلسو کلونو راهیسې چې په ډېر درب سره په افغانستان کې د روغتیا نړیواله ورځ لمانځل کېږي، هر کال د عامې روغتیا وزارت او اړوندې نورې دولتي او غیردولتي ادارې ژمنې کوي چې شته روغتیایي ستونزې به له منځه وړي او خلکو ته به روغتیايي اسانتیاوې رامنځته کوي، خو نه یوازې دا چې دا روغتیایي اسانتیاوې نه رامنځته کېږي، بلکې پر روغتیايي ستونزو لا نورې زیاتېږي.
کله چې پر روغتیایي ستونزو تمېږو دا جوتېږي چې د زرګونه رامنځته شوي مرګ او مړینې علت ناسم تشخیص او ناسم او بې کیفیته درمل دي. کابو دوه میاشتې مخکې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وویل چې په هېواد کې ۷۰ په سلو کې ناروغۍ ناسمې تشخیصېږي او هر کال سلګونه میليونه ډالره له دې کبله له افغانستانه وځي چې زموږ خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره بهر ته وړي.
په افغانستان کې هر کال سربېره پر دې چې زرګونه ميندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي، زرګونه نور کسان د سرطان، نري رنځ او نورو ناروغیو له کبله له منځه ځي.
نړیوال روغتیایي سازمان وايي چې هر کال په افغانستان کې ۲۰ زره کسان د سرطان ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۱۴ زره کسان د نري رنځ له کبله مري چې ۶۳ په سلو کې يې ښځې دي.
دا بوږنوونکي ارقام دي، د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده چې خپله هغه ژمنه چې دوه درې میاشتې مخکې يې له افغانانو سره کړې ده، په جدي ډول عملي کړي. د عامې روغتیا وزیر څه وخت مخکې ویلي و چې دوی به په راتلونکي کې د یو شمېر تشخیصیه وسایلو لکه رادیو تراپي په لګولو سره په سرطاني ناروغيو د اخته کسانو بهر ته د تلو مخنیوی کوي.
د عامې روغتیا وزیر په داسې حال کې د روغتیايي ستونزو خبره کوي چې یو کال مخکې د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو په وخت کې يې د روغتیا د بهترۍ، د اداري فساد د له منځه وړلو پر ستراتيژۍ د کار، په ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو د څار، په جدي ډول د دولتي او شخصي روغتیایي مرکزونو پر چارو او د درملو پر مارکېټ د نظارت خبره كړې وه، خو تر دې دمه په دې برخو کې د کوم څرګند بدلون څرک نه لیدل کېږي.
موږ په تېرو کلونو کې له خپلو چارواکو بیا بیا دا اورېدلي چې روغتیایي اسانتیاوې په لرې پرتو سیمو کې د اندېښنې وړ دي او یوازې د لرې پرتو سیمو خلک له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي، خو له لویه سره دا خبره سمه نه ده، که موږ په دقیق ډول روغتیايي اسانتیاوې وارزوو موږ په لویو ښارونو کې هم له دې ستونزې سره مخ یو. دا سمه ده چې موږ په ښارونو کې دولتي او ګڼ شخصي روغتونونه لرو، خو آیا دغه شمېر روغتونونه د خلکو لپاره کافي دي او آیا په دغو روغتونونو کې د خلکو روغتیایي ستونزې حلېږي؟ که داسې وي، نو بیا ولې زموږ خلک ډلې ډلې د درملنې لپاره بهر ته ځي او په دې ډول سلګونه ميلیونه ډالره په دې نوم له هېواده وځي.
کله چې پر دې موضوع فکر کوو چې ۵۰ په سلو کې افغانان روغتیایي اساسي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، دا رقم ډېر د منلو نه ښکاري، ځکه زموږ لرې پرتې سیمې حتی لومړنيو روغتیایي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
د ارقامو خپرول پخپل ځای مهم دي، خو اصلي خبره د عملي کار ده، راځئ له خپل ځانه وپوښتو چې آیا د ستونزو د لرې کولو لپاره موږ خپل هدفونه سم ټاکلي او عملي کولای يې شو؟


