ads

لغمان ولايتي ادارې ۵۸۸ كسان پر دولتي دندو ګمارلي

د لغمان ولایت چارواکي وايي،  د جمهور رئيس د یو ځانګړي حکم پر بنسټ یې په دغه ولایت کې ۵۸۸ کسان په بیلابیلو ادارو کې پر دندو ګمارلي دي.د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر کلید ته په راستولې خبرپاڼه کې د والي عبدالجبار نعیمي له قوله راغلي، چې د دغه لایت مرکز او ولسواليو کې […]

نویسنده: TKG
24 وری 1395
لغمان ولايتي ادارې ۵۸۸ كسان پر دولتي دندو ګمارلي

د لغمان ولایت چارواکي وايي،  د جمهور رئيس د یو ځانګړي حکم پر بنسټ یې په دغه ولایت کې ۵۸۸ کسان په بیلابیلو ادارو کې پر دندو ګمارلي دي.
د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر کلید ته په راستولې خبرپاڼه کې د والي عبدالجبار نعیمي له قوله راغلي، چې د دغه لایت مرکز او ولسواليو کې ټول خالي بستونه د طرزالعمل مطابق ډک شوي او هغه ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې چې د کار کولو وړتيا او اهليت لري.
د لغمان والي وايي چې د استخدام په پروسه کې ټاکل شوي هدف ته رسېدلي دي او ټول هغه بستونه يې د آزاد رقابت له لارې ډک کړي، چې په بېلابېلو ادارو کې خالي وو. د لغمان ولایت چارواکي وايي،  د جمهور رئيس د یو ځانګړي حکم پر بنسټ یې په دغه ولایت کې ۵۸۸ کسان په بیلابیلو ادارو کې پر دندو ګمارلي دي.
د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر کلید ته په راستولې خبرپاڼه کې د والي عبدالجبار نعیمي له قوله راغلي، چې د دغه لایت مرکز او ولسواليو کې ټول خالي بستونه د طرزالعمل مطابق ډک شوي او هغه ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې چې د کار کولو وړتيا او اهليت لري.
د لغمان والي وايي چې د استخدام په پروسه کې ټاکل شوي هدف ته رسېدلي دي او ټول هغه بستونه يې د آزاد رقابت له لارې ډک کړي، چې په بېلابېلو ادارو کې خالي وو.
خبرپاڼه دغه راز د والي له لورې ډاډ ورکوي، چې په لغمان ولايت کې به په هېڅ صورت د مداخلو، سفارشونو او واسطو په اساس د مامورینو ګمارنې ته اجازه ورنکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA