كندهار چارواكي وايي، د دغه ولايت ملي امنيت رياست يو وسله وال نيولى چې حكومتي مامورين يې په غلچكي بريدونو كې په نښه كول او وژل.
د كندهار ولايت مقام په دې اړه كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كې ويلي، دا وسله وال عبدالغني نومېږي چې څه وخت وړاندې يې د كندهار ښار ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند په چوڼۍ سيمه كې يوه ښځينه پوليسه او په ډنډ ولسوالۍ كې يې يو نارينه پوليس په جلا جلا غلچكي بريدونو كې وژلي وو.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، نيول شوي كس په خپلو جرمونو اعتراف كړى او ويلي يې دي دا دواړه قتلونه يې د غلچكۍ تفنګچې په مرسته كړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. كندهار چارواكي وايي، د دغه ولايت ملي امنيت رياست يو وسله وال نيولى چې حكومتي مامورين يې په غلچكي بريدونو كې په نښه كول او وژل.
د كندهار ولايت مقام په دې اړه كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كې ويلي، دا وسله وال عبدالغني نومېږي چې څه وخت وړاندې يې د كندهار ښار ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند په چوڼۍ سيمه كې يوه ښځينه پوليسه او په ډنډ ولسوالۍ كې يې يو نارينه پوليس په جلا جلا غلچكي بريدونو كې وژلي وو.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، نيول شوي كس په خپلو جرمونو اعتراف كړى او ويلي يې دي دا دواړه قتلونه يې د غلچكۍ تفنګچې په مرسته كړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


