د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استولې خبرپاڼه كې ويلي، وسله والو يې د عمري عملياتو په نامه پسرلنۍ جګړه پيل كړې ده.
مجاهد ويلي، د طالبانو رهبري دا عمليات د طالبانو د تحريك مشر ملا عمر نوم ته منسوبوي او داپريل له دولسمې نيټې سره سم يې جنګياليو ته د عملياتو د پيل امر وركړل شوى دى. د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استولې خبرپاڼه كې ويلي، وسله والو يې د عمري عملياتو په نامه پسرلنۍ جګړه پيل كړې ده.
مجاهد ويلي، د طالبانو رهبري دا عمليات د طالبانو د تحريك مشر ملا عمر نوم ته منسوبوي او داپريل له دولسمې نيټې سره سم يې جنګياليو ته د عملياتو د پيل امر وركړل شوى دى.
دا وار د طالبانو د عملياتو د پيل اعلاميه د تېر كال تر هغې نرمه ژبه لري او وايي مسوولين به يې په مخالف صف كې ولاړو افغانانو سره په تفاهم مخكې ولاړ شي او له جګړې څخه د لاس اخستلو دعوت به وركړي. پرون په كابل او ننګرهار كې په دوه بېلا بېلو بريدونو كې شاوخوا ۶۰ كسانو مرګ ژوبله واوښته، طالبانو په ننګرهار كې د ملي اردو په نويو سرتېرو د بريد پړه اخستې او ويلي يې دي په دې بريد كې يې يو پنځوس سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په كابل كې بيا د پوهنې وزارت پر عمله بريد كې دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي وو.
دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومت د وسله والو مخالفينو پر ضد تر دې وړاندې په ژمي كې خپل عمليات پيل كړي او د پسرلي له پيل سره سم يې د طالبانو پر ضد د تهاجمي عملياتو د پيل خبر هم وركړى و.


