ads

روغتيايي مسوولين: د ننګرهار د پېښې مرګوني تلفات شايد ډېر شي

د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي، له پرونۍ چاودنې ورته دولس جسدونه اواته دیرش ټپیان وروړل شوي، خو وېره شته چې مرګوني تلفات د ټپيانو خراب روغتيايي وضعيت ته په كتو لوړ شي.د ننګرهار د عامي روغتیا د روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواري کلید ته وویل، له پرونۍ چاودنې دوی ته ۱۲ […]

نویسنده: TKG
24 وری 1395
روغتيايي مسوولين: د ننګرهار د پېښې مرګوني تلفات شايد ډېر شي

د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي، له پرونۍ چاودنې ورته دولس جسدونه اواته دیرش ټپیان وروړل شوي، خو وېره شته چې مرګوني تلفات د ټپيانو خراب روغتيايي وضعيت ته په كتو لوړ شي.
د ننګرهار د عامي روغتیا د روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواري کلید ته وویل، له پرونۍ چاودنې دوی ته ۱۲ جسدونه او ۳۸ ټپیان وروړل شوي دي، چې د ځينو يې روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی. د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي، له پرونۍ چاودنې ورته دولس جسدونه اواته دیرش ټپیان وروړل شوي، خو وېره شته چې مرګوني تلفات د ټپيانو خراب روغتيايي وضعيت ته په كتو لوړ شي.
د ننګرهار د عامي روغتیا د روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواري کلید ته وویل، له پرونۍ چاودنې دوی ته ۱۲ جسدونه او ۳۸ ټپیان وروړل شوي دي، چې د ځينو يې روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
ډاکټر شینواری وایي، یو شمیر ټپیان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو روغتون ته هم انتقال شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواری وایي، له خوګیاڼو ولسوالۍ څخه ورته د یوې شخصي نښتې له امله دوه ټپیان وروړل شوي دي.
پرون په په ختیځ کې دملي اردو د جلب او جذب قومندانۍ پر عملې ځانمرګی برید شوی و، چې پرمهال یي د امنیتي چارواکو په وینا شاو خوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو په ننګرهار كې د پروني ځانمرګي بريد پړه پر غاړه اخستې او ۵۱ د ملي اردو سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA