د خوست د اسمعیل خیلو او مندزیو ولسوالۍ د والیبال هغه سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پيل شوې وې، لا هم دوام لري.
د دغو لوبو په لړ کې پرون د مرکز د وحید او د لپوریو سیمې د جاوید لوبډلو ترمنځ سیالي مساوي پای ته ورسیده او نن مازدیګر به د دغو سیالیو په دوام د مرکز د رحیم الله او د تڼیو ولسوالۍ حکمران لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د سیالیو یو برابرونکي کمال جان کلید ته وویل، چې دغه سیالۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې، چې ۱۰ لوبډلې په کې برخه لري: (( دې لوبو يوه مياشت وخت ونيوه، پنځه ټيمه اوس پاتې شوي، لس لوبډلو په كې برخه لرله.)) د خوست د اسمعیل خیلو او مندزیو ولسوالۍ د والیبال هغه سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پيل شوې وې، لا هم دوام لري.
د دغو لوبو په لړ کې پرون د مرکز د وحید او د لپوریو سیمې د جاوید لوبډلو ترمنځ سیالي مساوي پای ته ورسیده او نن مازدیګر به د دغو سیالیو په دوام د مرکز د رحیم الله او د تڼیو ولسوالۍ حکمران لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د سیالیو یو برابرونکي کمال جان کلید ته وویل، چې دغه سیالۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې، چې ۱۰ لوبډلې په کې برخه لري: (( دې لوبو يوه مياشت وخت ونيوه، پنځه ټيمه اوس پاتې شوي، لس لوبډلو په كې برخه لرله.))
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې په خوست کې د بېلابیلو ورزشونو ګڼې سیالۍ روانې دي.


