جمهور رییس غني د کابل ننګرهار ولایتونو پروني بریدونه په سختو ټکو وغندل، چې له امله یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرون سهار د کابل په باګرامیو کې د پوهنې ریاست د کارکوونکو پر موټر د چاودنې له امله یو تن مړ او ۶ نور ټپيان شول.
دغه راز په ننګرهار کې د سرخرود دو سرکې ته څیرمه د ملي اردو د جلب او جذب قوماندانۍ د عملې په موټر د ځانمرګي برید له امله ۱۲ کسان ووژل شول او ۳۸ نور ټپيان دي. جمهور رییس غني د کابل ننګرهار ولایتونو پروني بریدونه په سختو ټکو وغندل، چې له امله یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرون سهار د کابل په باګرامیو کې د پوهنې ریاست د کارکوونکو پر موټر د چاودنې له امله یو تن مړ او ۶ نور ټپيان شول.
دغه راز په ننګرهار کې د سرخرود دو سرکې ته څیرمه د ملي اردو د جلب او جذب قوماندانۍ د عملې په موټر د ځانمرګي برید له امله ۱۲ کسان ووژل شول او ۳۸ نور ټپيان دي.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني د یادو بریدونو د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنانو د دغو بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا وښودله چې دوی د ګران د ترقي او پرمختګ مخالف دي.
جمهور رییس وویل، دا چې د افغانستان دښمنانو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جنګ توانایي له لاسه ورکړې، نو په عامو خلکو بریدونه کوي.
محمد اشرف غني د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي، ټپیانو ته یې د سالمې روغتیا غوښتنه کړې ده.


