افغان لوبډلې د انټر كانټينينټل ټيسټ سياليو په لړ كې نميبيا ته په ۳۶ منډو ماتې وركړه.
افغان لوبډلې ته نميبيا د دغې ټيسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ كې ۱۷۲ منډې كړې وې چې په مقابل كې يې افغان لوبډلې د شهزاد له ۱۳۹ منډو سره نميبيا ته ۳۳۴ منډې هدف كېښود.
خو نن د نميبيا ټوله لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده او د افغان لوبډلې وركول شوى هدف يې پوره نه كړاى شو.
په دغه سيالۍ كې د افغان بالرانو له ډلې محمدنبي عيسى خېل اووه، ظاهر خان ۵ او دولت ځدراڼ درې ويكټې ترلاسه كړې. افغان لوبډلې د انټر كانټينينټل ټيسټ سياليو په لړ كې نميبيا ته په ۳۶ منډو ماتې وركړه.
افغان لوبډلې ته نميبيا د دغې ټيسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ كې ۱۷۲ منډې كړې وې چې په مقابل كې يې افغان لوبډلې د شهزاد له ۱۳۹ منډو سره نميبيا ته ۳۳۴ منډې هدف كېښود.
خو نن د نميبيا ټوله لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده او د افغان لوبډلې وركول شوى هدف يې پوره نه كړاى شو.
په دغه سيالۍ كې د افغان بالرانو له ډلې محمدنبي عيسى خېل اووه، ظاهر خان ۵ او دولت ځدراڼ درې ويكټې ترلاسه كړې
افغانستان په دې بريا سره شل نومرې خپلې كړې او د انټركانټينينټل لوبو د جدول درېيمه قوي لوبډله شوه.
كه افغانستان په دې سياليو كې لومړى مقام ترلاسه كړي، نو له لومړۍ درجه نړيوالو لوبډلو سره د ټيسټ لوبو امتياز ترلاسه كوي.
تر دې وړاندې افغانستان له لومړۍ درجه لوبډلو سره د همدې انټركانټينينټل لوبو په ګټلو سره د يو ورځنيو لوبو امتياز خپل كړى و.


