د پکتيا يو شمېر مدني فعالانو او لسګونه اوسېدونکي په ګردېز ښار کې د ولسي استازو په ضد سوله ييز لارون وکړ او له مرکزي حکومته يې وغوښتل، چې د وکيلانو نامشروع چارې دې تعقيب کړي او د هغو رغنيزو پروژو څار دې په دقيق ډول وکړي، چې دوی او يا د دوی شريکانو يې قرارادادونه اخيستي دي.
همدا راز دوی وکيلان د عامو خلکو او حکومت تر منځ په واټن راوستو تورن کړل، چې په وينا يې واړه کارونه هم وکيلان په کمېشنکارۍ کوي.
فريد احمد تسکين يو تن مدني فعال او د دې لاريون مخکښ دی، چې د پکتيا وکيلان په ناوړه او غير قانوني چارو تورنوي. د پکتيا يو شمېر مدني فعالانو او لسګونه اوسېدونکي په ګردېز ښار کې د ولسي استازو په ضد سوله ييز لارون وکړ او له مرکزي حکومته يې وغوښتل، چې د وکيلانو نامشروع چارې دې تعقيب کړي او د هغو رغنيزو پروژو څار دې په دقيق ډول وکړي، چې دوی او يا د دوی شريکانو يې قرارادادونه اخيستي دي.
همدا راز دوی وکيلان د عامو خلکو او حکومت تر منځ په واټن راوستو تورن کړل، چې په وينا يې واړه کارونه هم وکيلان په کمېشنکارۍ کوي.
فريد احمد تسکين يو تن مدني فعال او د دې لاريون مخکښ دی، چې د پکتيا وکيلان په ناوړه او غير قانوني چارو تورنوي.
يو شمېر لاريونيانو پر وکيلانو نيوکه کوله، چې دوی په لويو رغنيزو پروژو کې سهيم دي، چې چارې يې کم کيفيته او ټکنۍ تر سره کېږي. همدارنګه دوی ويل چې اکثريت رغنيزي چارې د وکيلانو د اختلافاتو او لاسوهنو له کبله په ټپه درېدلې دي.
د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالروف ځدراڼ له کليد سره د تليفون پر ليکه تر ډېره د لاريون کوونکو نيوکې تايېد کړې او هيله يې وښوده، چې ټول وکيلان دې خپل صلاحيتونه او مسوليتونه وپېژني. همدارنګه نوموړي له لاريون کوونکو وغوښتل چې د فساد او کمېشنکارۍ اسناد دې له دوی سره شريک کړي، چې په اړه يې قانوني چلند وشي.
ياده دې وي، چې د پکتيا په اکثريت رغنيزو پروژو کې وکيلان ښکېل او سهيم بلل کېږي، همدا شان اکثريت خلک په ګمارنو کې د دوی لاسوهنو له حکومته لرې کړي دي.


