ads

نن، ولسي جرګې د عامې روغتيا او پوهنې وزيران ور غوښتي وو

ولسي جرګې نن د پوهنې او عامې روغتیا وزیران خپلې عمومي غونډې ته وربللي وو.د ولسي جرګې یو شمیر غړو په پوهنې وزارت کې د سلګونه خالي بستونو په اړه له اسدالله حنیف بلخي څخه یو لړ پوښتنې درلودې.د پوهنې وزیر ومنله، چې د وزارت په کچه ۱۲ زره او اووه سوه خالي بستونه نه […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
نن، ولسي جرګې د عامې روغتيا او پوهنې وزيران ور غوښتي وو

ولسي جرګې نن د پوهنې او عامې روغتیا وزیران خپلې عمومي غونډې ته وربللي وو.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو په پوهنې وزارت کې د سلګونه خالي بستونو په اړه له اسدالله حنیف بلخي څخه یو لړ پوښتنې درلودې.
د پوهنې وزیر ومنله، چې د وزارت په کچه ۱۲ زره او اووه سوه خالي بستونه نه دي ډک شوي،خو زياته يې كړه چې په ټولو ولایتونو کې یې د خالي بستونو لپاره اعلانات ور کړي او دا ستونزه به ډېر ژر حل شي. ولسي جرګې نن د پوهنې او عامې روغتیا وزیران خپلې عمومي غونډې ته وربللي وو.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو په پوهنې وزارت کې د سلګونه خالي بستونو په اړه له اسدالله حنیف بلخي څخه یو لړ پوښتنې درلودې.
د پوهنې وزیر ومنله، چې د وزارت په کچه ۱۲ زره او اووه سوه خالي بستونه نه دي ډک شوي،خو زياته يې كړه چې په ټولو ولایتونو کې یې د خالي بستونو لپاره اعلانات ور کړي او دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.
د پوهنې وزیر پخپل وزارت کې د ستونزو عمده لامل د ښوونکو مړینه، نا امنۍ، د جمهور رئيس فرمانونه او د امکاناتو نشتوالی په ګوته کړ.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ولسي جرګې غونډې ته ومنله، چې په وزارت کې یی ۱۵۰۰ بستونه خالي دي، خو نوموړى یې لامل د خلکو هغه غوښتنه وښوده، چې ډيری ډاکټران غواړي په مرکز کابل کې دندې تر لاسه کړي.
نوموړي وویل، د بشري سرچینو اداره د تقرر په برخه کې حاکمه نه ده، بلکې د آزادې سیالۍ له لارې کسان په دندو ګمارل کیږي.
ولسي جرګې د پوهنې او عامې روغتیا وزیران په داسې حال کې خپلې غونډې ته وربللي وو، چې همدا اوس د هیواد لرې پرتو سیمو کې خلک د معارف او عامې روغتیا له ټیټ کیفیت څخه سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA