تېره شپه د کندهار او هلمند ترمنځ میوند ولسوالۍ ته نژدې د ریګ په سیمه کې امریکايي ځواکونو په یوه برید کې ۲۵ کسان وژلي چي دولتي چارواکي يې وسله وال مخالفین بولي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، یاد هوايي برید بهرنيو ځواکونو کړی او پر مهال يې ۲۵ وسله وال او قاچاقبر وژل شوي دي: (( بريد تېره شپه ناوخته د میوند ولسوالۍ او د هلمند ولایت په سرحدي سیمه کې شوى چې په دغو عملياتو كې د بهرنيو ځواکونو ترڅنګ افغان ځواکونو هم برخه درلوده.)) تېره شپه د کندهار او هلمند ترمنځ میوند ولسوالۍ ته نژدې د ریګ په سیمه کې امریکايي ځواکونو په یوه برید کې ۲۵ کسان وژلي چي دولتي چارواکي يې وسله وال مخالفین بولي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني کلید راډيو ته وویل، یاد هوايي برید بهرنيو ځواکونو کړی او پر مهال يې ۲۵ وسله وال او قاچاقبر وژل شوي دي: (( بريد تېره شپه ناوخته د میوند ولسوالۍ او د هلمند ولایت په سرحدي سیمه کې شوى چې په دغو عملياتو كې د بهرنيو ځواکونو ترڅنګ افغان ځواکونو هم برخه درلوده.))
خو يوې سرچينې بیا رسنیو ته ویلي چې بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پایله کي په دريو رينجر موټرونو کې ۲۴ محلي پولیس وژلي.
سرچينې زیاته کړې، چي یاد محلي پولیس د هلمند سرحد ته نژدې د ریګ سيمې ته په ساده جامو کې د قاچاقبرو د نیولو لپاره تللي وو چې بهرنیو ځواکونو د طالبانو ګومان پرې کړی او هوايي برید يې پرې کړی دى.
تر اوسه په دې اړه خپله د هلمند امنیتي چارواکو، بهرنیو ځواکونو يا هم وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.


