ads

كابل د پوهنې وزارت پر موټر چاودنه، ۱ مړ، ۶ ټپيان

په كابل كې د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله د پوهنې وزارت اووه مامورينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د كابل د جنايي جرمونو د څېړنې رئيس فريدون عبيدي د پېښې په اړه كليد ته وايي، ماين د بګرامۍ پل په سيمه كې هغه مهال چاودېدلى چې د پوهنې وزارت د […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
كابل د پوهنې وزارت پر موټر چاودنه، ۱ مړ، ۶ ټپيان

په كابل كې د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله د پوهنې وزارت اووه مامورينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل د جنايي جرمونو د څېړنې رئيس فريدون عبيدي د پېښې په اړه كليد ته وايي، ماين د بګرامۍ پل په سيمه كې هغه مهال چاودېدلى چې د پوهنې وزارت د كارمندانو موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و.
عبيدي زياتوي، په پېښه كې د پوهنې وزارت يو كارمند وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.: (( پېښې په اړه د پوليسو او ملي امنيت منسوبينو څېړنې پيل شوې دي، وروستي جزيات به يې وروسته دركړو.)) په كابل كې د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله د پوهنې وزارت اووه مامورينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل د جنايي جرمونو د څېړنې رئيس فريدون عبيدي د پېښې په اړه كليد ته وايي، ماين د بګرامۍ پل په سيمه كې هغه مهال چاودېدلى چې د پوهنې وزارت د كارمندانو موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و.
عبيدي زياتوي، په پېښه كې د پوهنې وزارت يو كارمند وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.: (( پېښې په اړه د پوليسو او ملي امنيت منسوبينو څېړنې پيل شوې دي، وروستي جزيات به يې وروسته دركړو.))
دا په داسې حال كې ده چې تر دې دوه شپې وړاندې له يو نامعلوم لوري څخه د جمهوري رياست پر لور راتوغول شوي وو، خو هدف ته ونه رسېدل او د كابل سيند ته وغورځېدل.
دا توغندي كابل ته د جان كري له سفر سره هم مهاله راوتوغېدل خو كوم مالي او ځاني تاوان يې نه درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA