ads

غني: ارګ به نور فرهنګي سټو ته د سلامۍ ځاى وي

جمهور رئيس غني وايي، له دې وروسته به د ارګ سلام خانۍ ماڼۍ د خلکو د سلامۍ ځای نه بلکې فرهنګي شخصیتونو ته به د سلامۍ ځای وي.محمد اشرف غني چې نن یې د تيموري دورې د شاعر امیر علي شیر نوايي په نوم د نړیوال سمپوزیم په پرانسته کې وینا کوله دا څرګندونې وکړې.هغه […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
غني: ارګ به نور فرهنګي سټو ته د سلامۍ ځاى وي

جمهور رئيس غني وايي، له دې وروسته به د ارګ سلام خانۍ ماڼۍ د خلکو د سلامۍ ځای نه بلکې فرهنګي شخصیتونو ته به د سلامۍ ځای وي.
محمد اشرف غني چې نن یې د تيموري دورې د شاعر امیر علي شیر نوايي په نوم د نړیوال سمپوزیم په پرانسته کې وینا کوله دا څرګندونې وکړې.
هغه وویل، چې امیر علي شیر نوايي په دري، عربي او ترکمني ژبو شاعره کوله او په خپلو اشعارو کې یې خلک اخلاقو ته رابلل او دغه راز یې شاهان او پاچان له ولسونو سره د عدالت رعایت او له ظلم څخه مخنیوي ته دعوت کول.

جمهور رئيس دغه راز امر وکړ، چې له دې وروسته به په سلام خانۍ ماڼۍ کې د امیر علي شیر نوايي انځور هم ځړول کیږي.
د یادولو وړ ده، چې امیر علي شیر نوايي په هرات کې زیږیدلی او نن یې د زوکړې ۵۵۰  کالیزه ده. هغه د سلطان حسین بایقرا د پاچاهۍ پرمهال ژوند کاوه او د هغه ستر سلاکار و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA