ads

د ننګرهار ځانمرګي بريد كې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندانۍ د عملې په موټر ځانمرګي برید کې شاوخوا پنځوسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.چارواکي وايي، چې یاد ځانمرګی برید نن مازیګر شاوخوا ۴ بجې د جلال اباد ښار اړوند سرخرود دو سرکې سیمه کې شوی دی.په ننګرهار کې د ملي اردو د جلب او […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
د ننګرهار ځانمرګي بريد كې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندانۍ د عملې په موټر ځانمرګي برید کې شاوخوا پنځوسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، چې یاد ځانمرګی برید نن مازیګر شاوخوا ۴ بجې د جلال اباد ښار اړوند سرخرود دو سرکې سیمه کې شوی دی.
په ننګرهار کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندانۍ قوماندان دګرمن اسدالله د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې برید د دوی د عملې په هغه موټر شوې، چې له ملي اردو سره نوي یوځای شوي ځوانان یې روزنې په موخه کابل ته انتقالول.

هغه زیاته کړه، د ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو ۵۰ تنه ځوانان، یو ټرینر او یو موټر چلوونکی په بوللینس موټر کې سپاره و، چې چاودنه پرې شوې او ټولو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید عباس سادات د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې چاودنه د زرنج موټر سایکل په مرسته د ځانمرګي بریدګر له لورې ترسره شوې ده.
په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې په ځانمرګي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
د عامې روغتیا ریاست یوې باوري سرچینې هم د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته تایید کړې چې د پيښې له ځایه ورته ۱۲ جسدونه او ۳۸ ټپيان ور وړل شوي دي.
بلخوا تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه ځانمرګي برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA