ads

د ننګرهار والي د تړلو لارو د خلاصون كمپاين پيل كړى

د ننګرهار والي د دغه ولايت له نظامي شورا سره په ګډه په جلال اباد ښار كې د  تړلو لارو د خلاصولو كمپاين وكړ.د ننګرهار له ولايت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا كمپاين بيګا شپه  د جلال ابادمحبس، ترافيکو مديريت، عيدګاه جومات ته څېرمه ، مالوچو کوڅې، څارنوالۍ، محکمې، د ملي اردو د […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
د ننګرهار والي د تړلو لارو د خلاصون كمپاين پيل كړى

د ننګرهار والي د دغه ولايت له نظامي شورا سره په ګډه په جلال اباد ښار كې د  تړلو لارو د خلاصولو كمپاين وكړ.
د ننګرهار له ولايت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا كمپاين بيګا شپه  د جلال ابادمحبس، ترافيکو مديريت، عيدګاه جومات ته څېرمه ، مالوچو کوڅې، څارنوالۍ، محکمې، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا، امنيه قوماندانۍ ، د اجرائيه رياست د سلاکار امان خيري د كور مخې، ملي امنيت رياست او يو شمېر نورو سيمو  كې د تړلو لارو په اړه شوي چې يو شمېر لارې يې بيګا پرانيستل شوي او ځينې به نن شپه د ځانګړي كمپاين په ترڅ كې خلاصې شي. د ننګرهار والي د دغه ولايت له نظامي شورا سره په ګډه په جلال اباد ښار كې د  تړلو لارو د خلاصولو كمپاين وكړ.
د ننګرهار له ولايت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا كمپاين بيګا شپه  د جلال ابادمحبس، ترافيکو مديريت، عيدګاه جومات ته څېرمه ، مالوچو کوڅې، څارنوالۍ، محکمې، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا، امنيه قوماندانۍ ، د اجرائيه رياست د سلاکار امان خيري د كور مخې، ملي امنيت رياست او يو شمېر نورو سيمو  كې د تړلو لارو په اړه شوي چې يو شمېر لارې يې بيګا پرانيستل شوي او ځينې به نن شپه د ځانګړي كمپاين په ترڅ كې خلاصې شي.
په دغه کمپاين کې د ننګرهار والي سربېره، امنيه قوماندان، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، د ختيځ زون د عامه نظم قوماندان نصيراحمد ساپي، د ختيځ زون سرحدي پوليسو قوماندان ولي خان شينواري، د ملي امنيت رياست جميولا نورستاني،د ښاروالۍ مرستيال انجينرحکيم او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړي و.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي له ټولو سياسي مشرانو غوښتنه وکړه،چې پخپلو سيمو کې تړلې لارې د ښاريانو پرمخ پرانيزي او هيله يې څرګنده کړه،چې د لارو په پرانستلو سره ټول پر ځانونو قانون پلي كړي .
د ننګرهار والي ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې دغه کمپاين ته به پخپله تر هغې دوام ورکوي،ترڅو ټولې تړلې لارې د ولسونو پرمخ پرانستل شي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA