ads

د كابل-نيمروز پر لار ټرافيكي پېښه، اته مړه، لږ تر لږه ۴۰ ټپيان

په هلمند كې د د کابل_نيمروز  پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله ٨ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ٤۰ نور ټپيان دي.د هلمند ولايت د ترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي د پېښې په اړه كليد ته وويل، نن سهار شاخوا ٨ بجې د واشېر ولسوالۍ په […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395

په هلمند كې د د کابل_نيمروز  پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله ٨ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ٤۰ نور ټپيان دي.
د هلمند ولايت د ترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي د پېښې په اړه كليد ته وويل، نن سهار شاخوا ٨ بجې د واشېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ٣٠٣ ډوله موټر چپه شوى دى چې په كې سپاره ٧ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٠ نور ټپيان دي.

خو د ګرشک ولسوال بيا وايي چې دغه موټر چپه نه، بلکې له بل موټر سره جنګېدلى او ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
ولسوال وايي،  په دې پېښه کې ٧ کسان مړه شوي او  ٣٠ نور ټپيان دي.
خو په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي بيا وايي، له يادې پېښې څخه دوى ته تر اوسه ٨ مړي او ٤٨ ټپيان ور وړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA