ads

خوست ښار كې د ۳۰ ځوانانو تر منځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

په خوست کې د ښاروالۍ په همکارۍ د ۳۰ ځوانانو تر منځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.د خوست المپیک امر عزیز ملنګ وايي، دا سیالۍ یې د ښاروالۍ په همکارۍ د (زموږ ښار زموږ کور) تر سرلیک لاندې جوړې شوې وې چې ګډوالو ځوانانو په كې د ښار له عیدګاه څخه تر مجاهد څلور لارې […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
خوست ښار كې د ۳۰ ځوانانو تر منځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

په خوست کې د ښاروالۍ په همکارۍ د ۳۰ ځوانانو تر منځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د خوست المپیک امر عزیز ملنګ وايي، دا سیالۍ یې د ښاروالۍ په همکارۍ د (زموږ ښار زموږ کور) تر سرلیک لاندې جوړې شوې وې چې ګډوالو ځوانانو په كې د ښار له عیدګاه څخه تر مجاهد څلور لارې پورې د ځغاستې سيالي وكړه.
ملنګ زیاتوي، له دې كاره يې موخه د ښار پاکوالي ته د ټولو خلکو پام ور بلل او دغې لوبې ته د ځوانانو تشویقول وو.

د دې سیالۍ ګټوونکی دلاور اتل دی، چې څو ځلې یې مخکې هم د ځغاستې په سیالیو کې لومړۍ مقام ګټلی او دا ځل یې هم له خپل دې مقامه دفاع کړې وایي، چې له دې لوبې سره ډيره مینه لري او نننۍ سیالي هم د ده لپاره په زړه پورې وه.
خو دی په دې برخه کې د مسؤولو چارواکو پاملرنه غواړي او هيله لري چې مسوولين دا ډول نورې سیالۍ له پوره امكاناتو سره ورته جوړې كړي.
په ورته وخت كې د ځغاستې د فډراسیون نماینده ګل نقیب په دې برخه کې د مالي امکاناتو د نشتون خبره کوي او زیاتوي، دوی به راتلونکې کې نورې سیالۍ جوړې کړي.
د یادولو ده، چې په خوست کې د ځغاستې لوبه ځوانه ده، خو مسؤولین یې بیا هم په دې برخه کې د لاسته راوړنو خبر ورکوي.
دوی وایې، تر دې دمه یې د سیمې، زون او هیواد په کچه سیالۍ ترسره کړي، چې د دوی لوبډله په کې ښه ځلیدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA