ads

افغان ځواكونو په كونړ او ننګرهار كې طوفان ۵ عمليات پيل كړل

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یې د شاهین ۵ او طوفان پنځه په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.د ملي اردو له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې عملياتو له پرانستې سره سم د څلورمې پلې لیوا […]

نویسنده: TKG
23 وری 1395
افغان ځواكونو په كونړ او ننګرهار كې طوفان ۵ عمليات پيل كړل

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یې د شاهین ۵ او طوفان پنځه په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.
د ملي اردو له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې عملياتو له پرانستې سره سم د څلورمې پلې لیوا د شپږم کنډک سرتیرو له نورو افغان ځواکونو سره د چپرهار په (للمې) سیمه کې د شاهین پنځه په نوم چاڼيز عملیات پیل کړي دي. په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یې د شاهین ۵ او طوفان پنځه په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.
د ملي اردو له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې عملياتو له پرانستې سره سم د څلورمې پلې لیوا د شپږم کنډک سرتیرو له نورو افغان ځواکونو سره د چپرهار په (للمې) سیمه کې د شاهین پنځه په نوم چاڼيز عملیات پیل کړي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د یادې قول اردو د دوهمې پلې لیوا څلورم کنډک موظفینو د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ (سندرۍ) سیمه کې هم د طوفان ۵ په نوم ګډ عملیات پيل کړي، چې د دواړو عملیاتو موخه په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو مخنیوی په ګوته شوی دی.
بلخوا تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA