د دوهمه درجه كركټ لوبډلو لپاره د انټر كانټينټل جام ټيسټ سياليو په لړ كې افغان لوبډله د نميبيا پر وړاندې د لوبې په دوهمه ورځ هم غښتلې ښكاري.
د يكشنبې په ورځ د نميبيا لسو لوبغاړو يوازې ۱۷۲ منډې وكړاى شوې، چې پنځه لوبغاړي يې د محمد نبي او ۳ نور يې د ظاهر خان لخوا وسوځول شول.
افغان لوبډلې خپله پاڼۍ د محمد شهزاد په زبردسته لوبه ډېره ښه پيل كړه او تر اوسه افغان لوبډلې د د درې لوبغاړو په سوځېدو شاوخوا ۲۰۰ منډې كړي.

افغان درې لوبغاړي نورعلي ځدراڼ په ۲۹ منډو، اصغر ستانكزى په ۳۹ منډو او رحمت شاه په اووه منډو سوځېدلي، خو محمد شهزاد لا هم په ۱۱۵ منډو ولاړ دى.
كه افغانستان دا لوبه وګټي شل نومرې به خپلې كړي او تر ايرلينډ، هانك كانګ او هالنډ وروسته وروسته به په درېيم مقام ودرېږي. او كه د دې سياليو اتلولي خپله كړي افغان لوبډله به له لومړۍ درجه لوبډلو سره د ټيسټ سياليو امتياز لاسته راوړي. د افغانستان او نميبيا تر منځ دا پنځه ورځنۍ ټيسټ لوبه د هندوستان په ګريټر نيواډا كركټ لوبغالي كې روانه ده.