د لوړو زده کړو وزارت سلاكار پوهاند حميد الله امين وایي، له دې وروسته په ټول هیواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغان له یو ډول امتیاز څخه برخمن دي.
نوموړي، كه څه هم نن په ننګرهار كې د التقوا لوړو زده كړو د خصوصي موسسې فراغت غونډې ته دا څرګندونې كړي، خو ويلي يې دي د كيفيت له پلوه يو شمېر د لوړو زده كړو موسسات ستونزې لري چې د اواري هڅې به يې وشي. د لوړو زده کړو وزارت سلاكار پوهاند حميد الله امين وایي، له دې وروسته په ټول هیواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغان له یو ډول امتیاز څخه برخمن دي.
نوموړي، كه څه هم نن په ننګرهار كې د التقوا لوړو زده كړو د خصوصي موسسې فراغت غونډې ته دا څرګندونې كړي، خو ويلي يې دي د كيفيت له پلوه يو شمېر د لوړو زده كړو موسسات ستونزې لري چې د اواري هڅې به يې وشي.
نوموړی وایي، وزارت په تېرو څو کلونو کې له پرله پسې هڅو سره په دې توانیدلى چې د دولتي پوهنتونو سربیره په هیواد کې د خصوصي زده کړو لپاره هم کار وکړي.
پوهاند امین وایي، ترهغو چې په هیواد کې د شته خصوصي لوړو زده کړو د مرکزونو کیفیت معیاري نه کړي، ترهغې به د نویو موسسو جوړیدو ته اجازه ورنه کړي.
خو د التقوا د لوړو زده کړو د موسسې رئیس امان الله امان وایي، هڅه کوي چې پر معیاري ډول خدمات وړاندي کړي.
نوموړی وایي، په سیمه کې یې د سالم رقابت لپاره هڅې پیل کړي او په نږدې راتلونکې کې به دغه تحصيلي موسسه پر پوهنتون بدله کړي.
په ننګرهار کې له دغې خصوصي موسسې څخه په داسې حال کې شاوخوا ۱۲۰ تنه په حقوقو او سیاسي علومو سربیره، په اقتصاد، اداره او تجارت برخه کې فارغیږي، چې د شنونکو په باور په ډیرو خصوصي پوهنتونونو کې د محصل په غیاب کې اسناد ورکول کیږي.


