د پکتيا ولايتي شورا وکيلان وايي، د دې ولايت ګڼ شمېر ادارې د سرپرست رئيسانو او امرينو له لوري تنظمېږي، چې په اداري چارو کې يې يو لړ ستونزې را پورته کړې دي.
دوی وايي په دې ادارو کې رياستونه او ولسواليانې هم شاملې دي، چې له کبله يې مراجعين او ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
د ولايتي شورا غړي له مرکزي حکومت او ځايي چارواکو غواړي چې د لويو ادارو لپاره دې له قانوني مراحلو وروسته رئيسان او ولسوالان په رسمي توګه معرفي کړي. د پکتيا ولايتي شورا وکيلان وايي، د دې ولايت ګڼ شمېر ادارې د سرپرست رئيسانو او امرينو له لوري تنظمېږي، چې په اداري چارو کې يې يو لړ ستونزې را پورته کړې دي.
دوی وايي په دې ادارو کې رياستونه او ولسواليانې هم شاملې دي، چې له کبله يې مراجعين او ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
د ولايتي شورا غړي له مرکزي حکومت او ځايي چارواکو غواړي چې د لويو ادارو لپاره دې له قانوني مراحلو وروسته رئيسان او ولسوالان په رسمي توګه معرفي کړي.
د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالروف ځدراڼ او منشي يې محمد رحمان قادري همدا ستونزه بيانوي: ((موږ په وارونو، وارونو د رسمي مامورينو او مسولينو غوښتنه کړې خو تر اوسه پورې ګڼې ادارې د سرپرستانو له لوري کنترولېږي، زموږ جدي غوښتنه همدا ده، چې د چارو د سم تنظيم په خاطر دې ادارو ته رسمي مامورين، ريسان او ولسوالان معرفي شي.))
د معلوماتو پر اساس دا مهال د ځينو امريتونو په شمول ديارلس ۱۳ رياستونه او اته ولسواليانې سرپرستان تنظيموي.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وايي چې د دوی ادارې په دې اړه اړوند وزارتونو ته وړانديزونه کړي چې په وينا يې، ځينې وزارتونو په دې باره کې اقدام هم کړی.
په پکتيا کې داسې رياستونه او ادارې هم شته، چې د يو پر ځای يې دوه تنه د تنظيم او څوکۍ دعوه ګير دي او ځينې يې تر جنجالونو هم رسېدلي، د دې ولايت اوسېدونکي او شته اداري ستونزې د رسمي مسولينو ژر غوښتونکي دي.


